روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان له سولې پرته بله لاره نه لری

په ټول افغانستان کې دولسمشر محمداشرف غنی هغه اوربند چې په کوچنى اختر کې یې اعلام کړ، وسله وال طالبان له تاریخی آزمون سره مخ کړی دی، یوشمېر طالبان چې داختر په شپو او ورځو کې خپلو کورنیو او سیمو ته راغلی وو ، لاتراوسه پورې بېرته له جګړه مارو سره نه دی یوځاى شوی. خوځینې نوریې لاتراوسه په جګړه  بوخت   او دجګړې ددوام لپاره زړه نازړه دی.داځکه چې په کې دسولې دراتللو لپاره دافغانستان په ټولو ولایتونوکې یو عمومی خوځښت رامنځته شو او په ټول هېواد کې داسې ډلې دجوړیدلو په حال دی ، چې له طالبانو سره دمشورو اوجرګو له لارې خپلې اړیکی ټینګی کړی اوطالبان دې ته اړ کړی چې له افغان حکومت سره دسولې خبرې پیل کړی. افغان حکومت هم دسولې په برخه کې داسې هڅې پیل کړې څنګه چې  ولس یې غوښتونکى و دغه راز سپین ږیرو، مخورو او دولایتونو والیانو ته ددې صلاحیت ورکړل شوى چې له طالبانو سره د سولې دخبرو دروازه پرانیزی ، مخکې هم  عام ولس ، سپین ږیرو ،مخورو او والیانو ددې صلاحیت نه درلوده چې دسولې دخبرو په اړه له طالبانو سره اړیکې ونیسی  خوپه دې وروستیو کې دهېواد دخلکو ا دغوښتنې له مخې ولسمشر محمداشرف غنی والیانو ته دا صلاحیتونه ورکړی چې دسولې لپاره له خپلو ورسپارل شویو صلاحیتونو پوره گټه واخلی اودولس له سوله ییزو هڅو څخه کلک ملاتړ وکړی اوهم دخپلو امکاناتو له مخې له طالبانو سره دسولې د راوستلو لپاره گډه زمینه مساعده کړی.

دولسمشر محمداشرف غنی له خوا، په سیمه ییزه کچه دسولې دخبرو او تماسونو دصلاحیتونو تفویض دسولې دخبرو له پیل سره دپام وړ مرسته کولاى شی.ولسمشر والیانو ته سپارښتنه کړې چې دامنیت اوسولې بحث  په خپلو لومړیتوبونوکې ونیسی. دولسمشر محمداشرف غنی د لارښوونې له مخې په هېواد کې دټولو والیانو له خوا ولسی خوځښتونه او د سولې دکاروانونو همکاری پیل شوې ده. له بلې خوا لېدل کېږی چې په یو شمېر سیموکې داعشیان هڅه کوی هغه طالبان وڅپی چې د سولې لپاره لیوالتیا ښیی. په خپله دطالبانو په منځ کې هم اختلافونه رامنځته شوی او طالبان په دوو لویو ډلو وېشل شوی دی. یوه ډله طالبان دسولې له بهیر سره یوځاى کېدل غواړی اوبله ډله هغه طالبان دی چې دپردیو استخباراتی شبکو په لمسون دجګړې ددوام لپاره هڅی کوی ، خو ددې ناخوالواو وحشت په څنګ کې داسې ولسی حرکت پیل شوى چې په پایله کې یې ښه نتیجه ورکړې په هرصورت افغان ولس په خپل ټول توان هڅه کوی چې له ټولو طالبانو سره اړیکې ونیسی او دسولې دخپرو لپاره یې  چمتو کړی. دغه حرکتونه په لوى کندهار ،ننگرهار ،هرات اولویه پکتیا کې پیل شوى دى اوله طالبانو سره دخبرو اومشورو لپاره یې ځانګړې سل کسیزې کمېټې جوړې کړې دی. په کندهار کې همدا اوس دطالبانو یو شمېر کورنۍ امنو سیمو ته راستنې شوی دی ، له بلې خوا ، هغه طالبان  چې له اوربند وروسته په خپلو کورونو اوسیمو کې پاتې شوی دی ،هڅه کوی چې له نورو طالبانو سره اړیکې ونیسی اودسولې لپاره یی  دې ته وادار  کړی.  چې له کوم شرطه پرته سوله وکړی په خپله امریکا اوطالبان دامنی چې له اوربند وروسته یو شمېر طالبان دې ته چمتو شوی چې  له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړی.

ددغه رنګه حالت په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې دسولې دراتللو لپاره نړیواله اجماع اودهېواد په دننه کې ولسی حرکتونه رامنځته شوی دی. خو موږ داخبره باید ومنو چې دهېواد ، دننه دغیر مسوولو وسله والو او زور واکو له خوا دسولې په لاره کې زیات خنډونه شتون لری، افغان دولت ددې لپاره چې نوموړی خنډونه له منځه یوسی ،نو دولسمشر محمداشرف  غنی له حکم سره سم زموږ امنیتی ځواکونه هڅه کوی چې دهېواد په مختلفو سیمو کې هغه غیرمسوول وسله وال، قوماندانان او زورواکی ونیسی ،چې دافغان حکومت پروړاندې ستونزې جوړوی او نه غواړی چې ټاکنې ترسره شی اوخلک خپل ورځنی ژوند ته نه پرېږدې اودجګړې په دوام کې خپلې دوامداره ګټې وینی. په تېرو څو ورځو کې په فاریاب کې دجنرال دوستم دنظامی مرستیال نظام الدین قیصاری په شمول څو زورواکی دامنیتی ځواکونو له خوا دښکاره اسنادو په درلودلو سره نیول شوی اوپه عدلی او قضایی ارګانونو کې ترې تحقیق روان دى. دهېواد خلک دخپل دولت له دغه نېک اوقانونی عمل څخه ډېرخوښ دی او پوره ملاتړیې کوی، خوزموږ دهېواد دښمنان چې خپلې ګټې په جګړه اوناامنۍ کې وینی بې ځایه تبلیغ کې  اوخلک لاریونونو اوبې امنۍ ته هڅوی. خو زموږ دهېواد ،دښمنان باید په دې پوه شی چې افغان دولت دقانون دحاکمیت اوپه هېواد کې دسولې اوامنیت دټینګښت لپاره دخپلو خلکو په غوښتنه او مرسته مټې رانغښتې دی  اوزموږ دزړورو امنیتی ځواکونو په وړاندې غیرمسوول وسله وال کسان او قوماندانان هېڅ ډول بغاوت نه شی کولاى او مجبور دی چې دخپل حساب اوکتاب لپاره قانون ته غاړه کېږدی دغه کار په ټول هېواد کې ددې لامل کېږی چې طالبان هم دسولې له بهیر سره خپله لیوالتیا زیاته کړی اوله خپل ولس او دولت سره دخبرو لپاره په راتلونکی کې دیوبل اوږدمهاله اوربند د رامنځته کولو پرېکړه وکړی.

سمېع الله سمېع

ممکن است شما دوست داشته باشید