روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان د سولې هېڅ واک او اختیار نه لری

د طالبانو او القاعده په ګډون دافغان سولې دلارې دسترخنډپه توګه د پاکستان دوه اوویا روزل شویو وحشی صفتو ترورېستی ډلو چې دپاکستان د صدراعظم عمران خان له قوله یې دغړو شمېر اوس پنځه ویشت میلیونو تنو او د روزنځایونو او استخباراتی مدرسو شمېریې دېرشو زرو ته رسیدلی دی، پرافغانستان د څه دپاسه څلوېښت کلنې تپل شوې خونړۍ جګړه کې دخپلو مغرضو پاکستانی بادرانو او دوه مخو پنجابی واکمنانو په بې شرمانه لمسوونو، هڅونواو اشارو سره په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون دبیگناه ، بېدفاع او مظلومو خلکو اونورو کورنیو اوبهرنیو اتباعو بې رحمانه وژنو اوداسې نورو فجعیو او شنعیو عملونو ته دوام ورکړی اوله دې لارې یې افغانستان ته زیات ځانی اومالی زیانونه اړولی او د طالبانو په ګډون دغه ډول وحشی صفتې تروریستی ډلې او دپاکستان روزل شوى او پیردول شوى اجیران د پاکستان، روسیې اوایران په څېر دافغانستان ددغه ډول تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو له فرمانه پرته هېڅ نه شی کولاى اونه دا واک او اختیار لری چې آن خپله یو ګام هم واخلی. اوله افغان حکومت سره د سولې دخبرو پرټغر کښینى ، سراسری اوربند وکړی اوله امله یې دکلونو کلونو جګړه ځپلو او دسولې ارمانجنو افغانانو ته دیوې سترې غوښتنې په توګه په افغانستان کې دتلپاتې ،رښتینې اوسراسری سولې لوړ هدف ته د رسېدلو لپاره په هېواد کې دخونړیو ،بېرحمانه او وحشیانه جنگ جګړو له دوامه لاس واخلی په داسې حال کې چې افغان حکومت بیا دسولې دخیرلاره نیولى او په هېوادکې یې دسولې لپاره طالبانو او نورو سله والو مخالفینو ته زیاتې اسانتیاوې منلى دى او آن تردې پورې چې د ۳۲۰۰ استازو پرغړیتوب یې د سولې دمشورتی لویی جرګې دپرېکړه لیک له مخې طالبانو ته په کابل اویا دهېواد په نورو ښارونو کې دیومجهز دفتر دجوړولو لپاره هم ژمنه کړې ده ، خوله ډېره بده مرغه د سولې دلارې د ستر خنډ په توګه د پاکستان او روسیى په څېر د افغانستان تاریخی او قسم خوړلی دښمنانویې مخه ډب کړى ده. طالبان یې بې واکه کړى اوله دې لارې یې له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبرې ټکنۍ ، ځنډنۍ او خنډنۍ کړى دى او دسولې پرځاى یې دهېواد ددغه ډول تاریخی اوقسم خوړلو دښمنانو پرلمسوونو او اشارو سره دهغوى تالی څټو ، لاسپوځو او ګوډاګیو طالبانو اونورو ترهګرو په هېواد کې خپلو خونړیو جګړوته زور ورکړی دی . او دافغانستان په ګډون یې دسیمې او دنړۍ سوله دوست او بشردوست هېوادونه زیات اندیښمن کړی او په افغانستان کې ددغه ډول خونړیو جګړو عاملین په کلکه غندی اوزیات لعنتونه پرې وایی.ستره غوښتنه داده چې امریکا دې له دې وروسته په افغانستان کې دسولې لپاره ترټولو مخکې دسولې دلارې دسترخنډ په توګه پاکستان پرګونډو او په نښۀ کړى او ددغه دوه مخی ،مکار او درواغجن هېواد مشران دى داسامه له برخلیک سره مخ کړى ، نوهله به یې له شره وژغورل شو اوپه هېواد کې به دسولې ډیوه پرځلېدو شی

ممکن است شما دوست داشته باشید