د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
این بی سی ټلوېزیونی چینل د لوړپوړیو امریکایی استخباراتی مامورینو له قوله ویلی: طالبان هڅه کوی چې د سولې د تړون ژمنې ماتې کړی او د افغان حکومت پر وړاندې جګړې ته زور ورکړی. دغو درېـیو استخباراتی مامورینو این بی سی ټلوېزیون ته ویلی، چی طالبانو د امریکایی ځواکونو د وتلو لپاره تړون لاسلیک کړی او یواځی د یادو پوځیانو تر وتلو پورې طالبان تړون ته ژمن پاتې کېږی، خو له هغه وروسته به د افغانستان د حکومت پرضد جګړه نوره هم شدیده کړی. د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹ مه تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې طالبان پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوی، د تاوتریخوالی کچه به راټیټه وی، ترهګرو ته به پټنځایونه نه ورکوی او بین الافغانی خبرو ته به کښېنی. خو له تړون وروسته بیا هم پر افغان ځواکونو د طالبانو حملو زور اخیستی چې وروستۍ هغه یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کی پر افغان ځواکونو د طالبانو برید و، چې وروسته امریکایی ځواکونو هم پر طالب وسلوالو هوایی بمبار وکړ. بله خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلی، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او سمدستی باید راکم کړاى شی. هغه وړمه ورځ خبری کنفرانس ته ویلی، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې دې نتیجې ته ورسېدو چی د یوې اوونۍ لپاره باید تاوتریخوالی کم کړاى شی، خو وروسته بېرته تاوتریخوالی دوام وکړ چې دا کار موږ ته د منلو نه دی. پومپیو وویل: (( موږ پوهېږو چی وړاندې تګ مشکل دی. موږ ددې وړاندوینه کړې وه او موږ په سمه وو. د افغانستان په ځینو برخو کې په څو تېرو ورځو کې د تاوتریخوالی زیاتېدل د منلو وړ نه دی. پرته له کوم شکه تاوتریخوالی باید سمدستی سولې ته د لاسرسی لپاره کم شی…ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ پردغې موضوع په مستقیمه توګه د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره خبرې وکړې.)) هغه دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان دولت پر یوې پوستې برید وکړ او هممهاله امریکایی ځواکونو پر بریدګرو طالبانو هوایی بمبارد وکړ.