د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
اروپایی ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې پر روان بهیر او د تاوتریخوالی پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او د سولې بهیر د ګړندی کېدو غوښتنه یې کړې ده.د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې استازی توماس نیکلاسون چې اسلام آباد ته تللی وایی: د افغان سولې د مذاکراتو وخت په تېرېدو دی او په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دی، دا خبرې باید ګړندۍ شی.هغه له پاکستانی چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل: اسلام آباد باید پر طالبانو له خپل اغېز څخه ګټه واخلی څو دا ډله د سولې لیکلې طرحه خبرو ته وړاندې کړی.توماس نیکلاسون په دې هکله روېټررز اژانس ته وېیلی، چې طالبان تراوسه د سولې د مذاکراتو لپاره طرحه نه لری او که یوازې د (امارت ) غوښتنه کوی همدا موضوع دې هم د خبرو پر میز د بحث لپاره وړاندې کړی.نیکلاسون وویل: (( ښایی د طالبانو طرحه افراطی وی او ممکن یوازې دا یوه خبره وکړی، چې اسلامی امارت غواړو خو همدا خبره هم د بحث لپاره ښه ده، چې تر دې وروسته وګورو، چې څه پرمختګ په کې کېږی او دواړه لوری له کومو ټکیو د پرمختګ لپاره په شا کېږی.))افغان چارواکو بیا څو څو ځلې وېیلی، چې طالبان په بېلا بېلو پلمو وخت ضایع کوی او ښایی په دې فکر کې وی، چې کابل به په زوره ونیسی، ولې په خبره یې چې دا چاره ناممکنه ده.د افغانستان د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د غونډې پر مهال طالبانو ته په خطاب کې وویل ،چې نننی افغانستان د نویمې میلادی لسیزې له افغانستان سره ډېر توپیر لری.دا څرګندونې داسې مهال کېږی ،چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر اوږده ځنډ وروسته په تېرو دوو اوونیو کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو په خپلو کې خبرې کړی دی، خو ښکاره پرمختګ په کې نه لېدل کېږی.د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې استازی توماس نیکلاسون وایی، چې د رښتونی پرمختګ لپاره باید اساسی وړاندیزونه د افغانستان او د مذاکراتو د نتیجو لپاره د دواړو لوریو له خوا وشی چې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی وړاندې کړی.