روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان د زور له لارې ځان واک ته نه شی رسولی

امریکا یو ځل بیا وېیلی ،چې وسله وال طالبان نه شی کولی ځان د زور له لارې واک ته ورسوی.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن په تازه مرکه کې وېیلی :دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دی.دده په خبره که طالبان هڅه کوی، چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږی ،نو ښایی جګړه دوام وکړی او افغان ځواکونه به له خپل حکومت دفاع کوی.ده ټینګار کړی، چې طالبان باید پر ژمنو عمل وکړی، جګړې ودروی او تاوتریخوالی کم کړی.

وېلسن همدا راز وېیلی، چې امریکا د راتلونکی کال په دفاعی بودجه کې افغان حکومت ته هم مرستې ځانګړې کړې او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید