روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان د خدای او افغان ولس پر وړاندې د لوګر د پېښې مسوول دی

جمهوررییس محمد اشرف غنی د وسله وال پوځ د لومړۍ کرښې منسوبینو سره د تلېفونی خبرو په دوام پرون سهار د لوګر والی او د امنیتی او دفاعی ځواکونو د یو شمېر شهیدانو د کورنیو غړو سره خبرې او غمشریکی وکړه.جمهوررییس غنی د لوګر والی سره د تلېفونی مکالمې پرمهال په یاد ولایت کې وړمې ورځې تروریستی برید چې یو شمېر زده کوونکی، ښځې، ماشومان او عام هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول، یو ځل بیا سخت وغانده او د غمشریکۍ ترڅنګ یې د شهیدانوکورنیوته د عاجلې رسیدګی لپاره د لوګر والی ته لازمې لارښوونې وکړې.همداراز جمهوررییس د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ د شپږم کنډک د بلوک قوماندان بریدمن وحیدالله سره د ډګروال فریدون او له زلمی دوراندېش سره د هغه د وروڼو شهید محمد ابراهیم دوراندېش او شهید راز محمد دوراندېش په شهادت د غمشریکی پرمهال وویل: د شهیدانو ترفیعات به اجرا شی او کورنیو ته یې پاملرنه د حکومت لومړیتوب دی.د امنیتی او دفاعی ځواکونو د یادو شهیدانو د کورنیو غړو د جمهوررییس غنی له غمشریکۍ څخه په مننې وویل: د هېواد او نظام د دفاع په برخه کې د خپلوکورنیو د غړو پر شهادت ویاړی.ورپسې جمهوررییس د هرات د ملی امنیت رییس سره د تلېفونی مکالمې پرمهال په یاد ولایت کې د انسان تښتونکو پر ضد د ملی امنیت د منسوبینو د عملیاتو ستاینه اونوموړی ته لارښوونه وکړه ،چې د حکومت د راتلونکو اقداماتو لپاره د هرات د امنیت واضح راپور ترتیب کړی.

همدارنګه:

ارګ، کابل: د طالبانو ډلې وړم ماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د موټر بم چاودنه کې د کانکور ازموینې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر بېګناه هېوادوال د روژه ماتی پرمهال شهیدان او ټپیان کړل.جمهور رییس غنی د دغه تروریستی برید د سخت غندلو پرمهال وویل: طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده زموږ د بېګناه هېوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له وېجاړولو لاس نه اخلی. طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دی. جمهوررییس وویل: طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالی ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده، چې نه یوازې د اوسنی ناورین د سوله ییز او اساسی حل اراده نه لری، بلکې د وضعیت پېچلی کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوی. جمهوررییس د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوی او اړوندو مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګی لازمې لارښوونې وکړې. زړورو افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته یې لاوښوونه وکړه، چې د طالبانو دا بشری جنایت بې ځوابه پرېنږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید