روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان دې د سولې د تیاری لپاره لومړى اوربند وکړی!

ولسمشر محمد اشرف غنى له ټاکنو وروسته پر طالبانو غږکړى ، چې له تاوتریخوالی لاس واخلی او دنوی دولت دسولې له بهیر سره یوځاى شی . دپاکستان لومړی وزیر او دامریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ هم پتیلې ده ، چې دسولې راوستو خبرې بیا پیل شی . دخوښۍ ځاى دى ، چې دافغانستان ولسمشریزې ټاکنې په بریالیتوب پاى ته ورسېدې او په لنډه موده کې به دولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلام شی . له بل هر وخته اوس دسولې راوستو ته ژمنه برابره شوې ده. ددې لپاره ، چې دسولې خبرې مثبته پایله ورکړی ، نو اړینه ده ، چې خبرې بین الافغانی شی . لیکوال او دفلسفې کارپوه ښآغلی سلطانی (( منګل )) زموږ دخبریال ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ولسمشر وروسته له ټاکنو پر طالبانو غږ کړى ، چې له تاوتریخوالی لاس واخلی او دنوی دولت دسولې راوستوله بهیر سره یوځاى شی آو همدارنګه دامریکا ولسمشر او دپاکستان لومړی وزیر هم له ولسمشریزو ټاکنو وروسته دسولې راوستو خبروته خوښی ښودلې ده. دغه دسولې نوى بهیر څنګه ارزوئ ؟ داسې وویل: ولسمشریزې ټاکنې په بریالیتوب سره پاى ته ورسېدلې ، اوس دسولې د خبرو لپاره ښه شرایط برابر شوی دی . هغو خبرو ، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ یې  ۹ پړاوه دوام وکړ او دواړه لوری یوی پایلې ته هم رسېدلی وو، ځکه پرځاى نه وې ، چې اصلی لورى دافغانستان خلک او دولت ، یې له پامه غورځولی وو. له همدې امله خبرې له ماتې سره مخ شوې . دافغانستان ولسمشرله ټاکنو مخکې دخبرو دناکامۍ او بې پایلې کېدو خبردارى ورکړى و. دطالبانو اصلی لورى دافغانستان دولت دى ، نو خبرې باید له دغه دولت سره پیل شوې واى ، بیا دامریکا او پاکستان منځګړیتوب ته اړتیا لیدل کېده . داچې طالبان ایران او روسیې ته ولاړل او اوس دچین هېواد ته ځی دوى له دې لارې غواړی ځان ته نړیوال اعتبار پیدا کړی او په رسمیت وپېژندل شی . موږ او تاسې په دې پوهېږو ، چې طالبان دولت نه دى ، بلکې یو نیمګړى تحریک یا ډله ده امریکا غوښتل طالبانوته په ۹ میاشتنیو خبرو کې لوى پرستیژورکړی ، خو دسولې د خبرو په شنډېدو او لغوه کېدو طالبان بې اعتباره شول .. دامریکا استازو مخکې باید طالبانوته ویلی واى ، چې دافغانستان د دولت له استازو سره خبرو ته کښېنئ وروسته له امریکایی استازو سره مشوره وکړئ . همدا لامل و، چې دامریکا داستازو او طالبآنو ترمنځ دسولې خبرې ناکامې شوې . اوس بیا چې ولسمشریزې ټاکنې پاى ته رسېدلې دی دسولې راوستو خبرې پیل کېداى شی ، د امریکا استازو او دملګرو ملتونو د سازمان استازو هم له ټاکنو وروسته دسولې خبروته زړونه ښه کړی او همدا راز ، اروپایی هېوادونو هم دسولې خبرو له بیا پیلېدو څخه خپل ملاتړڅرګند کړى دى . دسولې پخوانیو خبرو سقوط کړى دى ، نوې خبرې له نوې آجندا سره باید ، چې پیل شی، چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شی . اوس دسولې راوستولپاره له بل هر وخته شرایط برابر شوی دی ، ځکه دافغانستان ولسمشریزې ټاکنې دتلې میاشتې په ۶ مه له مهالوېش سره سم په بریالیتوب پاى ته ورسېدلې ، دسولې راوستو خبرې دنوی دولت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږی . ښاغلی منګل ددې پوښتنې په ځواب کې چې پخوانۍ خبرې دامریکا داستازو او طالبانو ترمنځ دپردې تر شا وې او څوک ترې نه خبرېدل ، چې څه تېرېږی ستاله آنده دافغان دولت پرستیژڅومره لوړ شوى دى ؟ څرګنده کړه : دافغانستان دولت تل دسولې راوستو د خبرو پلان له طالبانو سره مطرح کړى او خلکو اونړیوالو ټولنو هم ترې خپل ملاتړ اعلام کړى و . دسولې راوستو خبرې دنوی دولت دسیاست له لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږی ، اوس دافغانستان پرستیژ په کورنی اونړیوال ډګر کې لوړ شوى اوله ولسمشریزو ټاکنو وروسته دسولې راوستو خبرو ته غښتلې اراده لری . ددې لپاره ، چې له طالبانو سره دسولې راوستو خبرې ګټورې وی اومثبته پایله ولری ، مخکې له خبرو باید ، چې دنوی دولت او طآلبانو ترمنځ اوربند وشی او اوربند ته درناوى اړین دى . زه دفلسفې دلیکوال او کارپوه په توګه په دې پوهېږم ، چې له اوربند کولو او ورته له درناوی پرته دسولې راوستل ناشونى کاردى . کله ، چې اوربند وشی . دسولې راوستو خبرې په آرامتیا او زغم پیل کېداى او پرمخ تلاى شی . دجګړې ، ځان وژونکو  عملونو ، وژنو او روانیو په دوام سره    سوله نه شی راتلاى . دافغانستان نوی دولت ته په کار دی ، چې په خپل       مرام او ستراتېژۍ کې سولې راوستو ته په عمل کې لومړیتوب ورکړی . بیا هم تکراروم ، چې د اوربند په منځ ته راتلو سره  خبرې شونې دى ، نو طالبانو ته په کار دی ، چې اوربند ته ژمن پاتې شی . لیکوال ښآغلی منگل ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې دسولې راوستو لپاره طآلبآن څه کولى شی؟ ډاګیزه کړه : مخکې له ولسمشریزو ټاکنو دسولې راوستو خبرې طالبانو دپاکستان او روسیې دهېوادونو په مشورو دامریکا له استازی ښاغلی خلیلزاد سره مخ ته وړې او په افغانستان کې امارتی نظام غوره بدل کېده . دا خبرې په ټوله کې طآلبانو ته پاکستان وښودلې. ټولوولیدل ، چې دغه خبرې ، ځکه ناکامې شوې ، چې دپردیو په مشوره طالبانو پرمخ وړلې . داسې خبرې ، چې هغه دپردیوله خوا تنظیمیږی. هېڅکله مثبته پایله نه شی لرلى . ده زیاته کړه : طآلبان له دې وروسته باید ، پاملرنه ولری ، چې دپردیو هېوادونو دلاس آله ونه ګرځی او دافغانستان له دولت سره دې خبروته غاړه کېږدی ،چې بیا پخوانۍ دخبرو تېروتنې تکرار نه شی . داسمه ده چې د افغانستان دولت له امریکا سره دتروریزم او ترهګرۍ دله منځه وړلولپاره دوه تړونونه لاسلیک کړی دی . افغان دولت ځان ته پالیسی لری ، نوطآلبانو ته په کاردی ، چې پر حقیقت ځان پوه کړی او دسولې راوستوله بهیر سره یوځاى شی . طالبان دافغانستان د دولت له امنیتی ځواکونو سره په جګړه بوخت دی ، نو دجګړې اړخ افغان ، دولت دى نه امریکا ، چې ورسره یی ۹ میاشتې بې  حاصله خبرې وکړې . دغه خبرې که دافغانستان د دولت له استازو سره شوې واى ، یوې مثبتې پایلې ته رسېدلى شوې . له ولسمشریزو ټاکنو وروسته را روانې د سولې خبرې دزغم ، دیوبل د منلو او تفاهم په منځ ته راتلو سره غښتلې کېدلى شی . که چېرې طالبان دافغانستان دنوی منتخب دولت له استازو سره بیاهم له خبرو ډډه وکړی ، دبهرنیو دولتونو دپلانونو دعملی کېدولپاره به زمینه برابره شی، چې دغسې پلانونه او ورته پلانونه به هېڅکله بریالیتوب ته ونه رسېږی. په دې موږ پوهېږو ، چې دطالبانو په منځ کې پاکستانیان دی دهغوى دخبرو آجندا دپاکستان دولت جوړوی ، دغه پلانونه هېڅکله په افغانستان کې پلی کېداى نه شی اوتل به له ماتې سره مخ کېږی . ددې لپاره ، چې دسولې خبرې پایله ولری ، دغه خبرې دافغان دولت او طآلبانوترمنځ بآید ترسره شی . بیا دې له امریکا او پاکستان سره مشورې وشی .

محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید