د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وایی: جګړه په پراخه توګه د بشری حقونو د نقضولو لامل شوې او د سولې روانو خبرو کې باید د بشری حقونو معیارونه رعایت شی.
شهرزاد اکبر د سې شنبې په ورځ د بشری حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو کم لګښت لرونکې لاره بین الافغانی مذاکرات دی.آغلې اکبر زیاته کړه، چې د غه مذاکرات به هغه مهال په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شی، چې د خبرو ښکېل اړخونه د جګړې د قربانیانو غوښتنو ته پاملرنه وکړی.نوموړی وویل: (( د دې لپاره چې خبرې په تلپاتې سولې پای ته ورسېږی، باید دا بهیر ټول شموله وی او ښکېلې غاړې د قربانیانو، ښځو او ځوانانو غوښتنو ته غوږ شی، د بشری حقونو د موازینو رعایت په ټولو مراحلو کې د افغانستان د خلکو او زموږ د بین المللی همکارانو د جدی اندېښنې په توګه مطرح شی.))د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې زیانمنو شویو وګړو ته په اشاره ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو کې باید (کونډومېرمنو، بې سرپرسته ماشومانو، معلولو وګړو او بې ځایه شویو وګړو) ته لازمه پاملرنه وشی.په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی پیری مایدون هم وویل، چې د بشری حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دی.
ده زیاته کړه: (( د بشری حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دی، کله چې دولت خپل ماشومان هېر کړی هغه ضعیف دولت دى او کله چې حکومت او جمهوریت له ضرر منونکو هېوادوالو دفاع کوی، هغه جمهوریت ځواکمن دى.))دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ یو ځل بیا په قطر کې د امریکایی او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، چې د سرچینو په وینا په دغو مذاکراتو کې د تاوتریخوالې پر کمېدو، چې بین الافغانی خبرو او اوربند ته زمینه برابره
کړی، بحثونه کېږی.