د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د فاریاب سیمه ییز چارواکی وایی، چې وسلوالو طالبانو وړمه شپه د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یو روغتیایی مرکز ته اور اچولی او روغتیایی او اړین توکی یې په بشپړ ډول سوځولی دی.چارواکی زیاتوی، چې طالبانو په قطر کې د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله جګړې ته زور ورکړی او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې د عامه تاسیساتو ویجاړولو او سوځولو ته کار ویلی دی.په عین حال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل د ټولو انسانی او اسلامی اصول خلاف عمل بللی او په طالبانو یې غږ کړی، چې له داسې کړنو له ترسره کولو څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.