روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبانو په غزنی کې د خلکو دکانونه لوټ کړی

د ملی دفاع وزارت وایی: طالبانو د غزنی په قره باغ ولسوالۍ کې د خلکو دوکانونه وېجاړ کړی، د دوکاندارانو مالونه یې لوټ او له ځان سره وړی دی.د افغانستان د ملی د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ  په خبرپاڼه کې ویلی ،چې امنیتی او دفاعی ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړی او هغوی یې په شا تمبولی.د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په پایله کې د قره باغ ولسوالۍ بازار محاصره ماته او پراخې سیمې د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکې شوی.طالبانو تازه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې تر دې یې ویلی ،چې له عام خلکو او تاسیساتو سره کار نه لری.غزنی یو له هغو ولایتونو دی، چې وخت ناوخت ترې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه هم ورکول کېږی.د ملی امنیت شورا څو ورځې مخکې وویل، چې وسله وال طالبان د عامه نظم ګډوډولو او چور ته زمینه برابروی، عامه تاسیسات وېجاړوی او خلک په بېلا بېلو طریقو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کوی.د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د ثور په ۲۸مه پر ټویټر لیکلی و، چې د طالبانو ټول تمرکز په جګړه دی او په خبره یې دغه ډله په خپل ټول توان هڅه کوی ،چې ځینې ساحې د نیولو په نامه تخریب، خلک کډو ته مجبور، عامه نظم اخلال او چور ته زمینه برابره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید