روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبانو میلیونه افغانان له عامه خدمتونو بې برخې کړی

څه موده وړاندې د ادارې‌ اصلاحاتو او ملکی‌ خدمتونو د کمېسیون رییس احمد نادر نادری د طالبانو د جګړو له کبله د عامه تاسیساتو د ویجاړیو او ملکی خدمتونو ته د نه لاس رسی مالومات له ولس سره شریک کړل.نادر نادری ووېیل تیرو جګړو له افغانانو د ژوند هر څه اخیستی او لا یې هم اخلی، نن زه درته د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو په اړه وایم چې ثبوتونه یې هم شته دی.دا چې دې جګړې څومره زیانونه اووښتی، د تیرو څو اوونیو ارزیابې مې کړی، غواړم تاسو سره یې شریکه کړم.د افغانستان د ملکی خدمتونو برخه هېڅ سیاسی موضوع نه لری، دا عمده برخه ده ،چې په بې طرفه ډول د افغانستان خلکو ته خدمتونه وړاندې کوی، خو دا چې زموږ همکارانو په ټول افغانستان کې ارزونه کړې او مالومات یې راټول کړی دی.لومړۍ: د عامه خدمتونو تخریب، عامه تاسیساتو سخته صدمه لیدلی ده، طالبانو په تیرو سختو جګړو کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداری ودانۍ تخریب کړی او یا سوځولی دی. دا ودانۍ اوس د استفادې وړ نه دی ، دا د عامو خلکو ملکیت دی، چې طالبانو وران کړی او یا یې سوځولی دی.که داسې و ارزوو چې څومره پیسې کېږی، حد اقل ۵میلیونه ډالر کېږی د دې ودانیو ارزښت. هغه څوک چې د دې ویجاړیو عاملین دی، هغوی مسوول دی.ځینو سیمو کې دفترونه چور شوی دی، ۸۲ ولسوالیو کې سل سلنه د ملکی خدمتونو وسایل چور شوی دی، په دې کې زراعت، ښوونځی وسایل چور شوی دی، دا کار چا کړی دی، ولې یې کړی او د څه لپاره یې کړی دی.په ۱۸ ولسوالیو کې له ۷۰ تر ۹۰ سلنه د اداری ودانیو سامانونه چور شوی دی، او په ۱۴ ولسوالیو کې تر ۶۰ سلنه وسایل چور شوی دی، په ۳۵ نورو ولسوالیو کې ۵۰ سلنه د عامه خدمتونه د ادارو سامانونه چور شوی دی. دا هغه ولسوالۍ دې چې طالبانو وروستیو کې نیولی دی.د دې هر څه مسوول طالبان دی، ځکه هغوی د جګړې له امله شرایط برابر کړل، چې هر څه چور شی، طالبان باید خلکو ته ځواب ګوی وی، عام خلکو تر څنګ د جګړو له کبله څلور زره د ملکی خدمتونو کارمندان د جګړو له کبله بې ځایه شوی دی، دوی د طالبانو له ډاره بې ځایه شوی، یا د طالبانو له لوری ګواښل شوی، ځینې یې زندانی شوی، ځینې شکنجه شوی او ځینو له همدې ډاره له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کړې ده.دې جګړو او دې ناسم وضعیت ۱۳ میلیونه افغانان د ملکی خدمتونو څخه بې برخې کړی دی، انکشافی برخه ډېره متضرر شوې، عامه کارونه چې باید شوی وی، اوس نه کېږی، ځینې عامه ځایونه ویجاړ شوی دی، اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې ټولو سیمو کې عامه خدمتونه او انکشافی پروژې ولاړې دی.په ځینو سیمو کې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلوده، هلته د څاه ګانو د وېستلو کار روان و، خو کله چې په دې سیمو کې طالبانو جګړه وکړه او فعالیت یې په کې پیل کړ، دا پروژې اوس ولاړې دی، صحې خدمتونه او حتی په ځینو سیمو کې چې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیدلې، اوس یې کارونه ولاړ دی.د دې جګړې له امله او د طالبانو د ناسمو اعمالو له کبله ۱۳ میلیونه وګړی متضرر دی، ۱۱۲ انکشافی پروژې چې په تخار کې باید سږ کال یې کارونه پیل شوی وای، بودجه کې نیول شوی، د ځینو پروژو کارونه پیل شوی و، خو اوس دا ټولې پروژې په ټپه ولاړې دی.خلکو تمه درلودله چې دې پروژو کې به دوی مصروف شی، ګټه به یې ورته ورسېږی، خو طالبانو د خلکو دا هیلې په اوبو لاهو کړې، حد اقل د ملکی او عامه خدمتونو ۵۰ زره کارکوونکی له دې جګړې متضرر شوی دی، اوس یې اکثره په کورونو کې دی، چې د ښځو برخه په کې لویه ده.په ځینو سیموکې ښځینه ډاکټرانو ته طالبانو اجازه ورکړې ،چې روغتون ته لاړه شی او کار وکړی، خو نورو ښځو ته اجازه نه ورکوی، ښځینه ډاکټرانې په دې شرط د کارکولو اجازه لری ،چې بورقه به په سر کوی او محرم کس به ورسره وی، کنه بیا طالبان اجازه نه ورکوی. په ښځو محدودیتونه وضع کول، تیرو کلونو ته شاتګ دی.د نړیوال بشر پالنې قوانینو کې ملکی او عامه خدمتونو په جګړه کې له هر ډول تعرض څخه خوندی دی، ملکی خلک او ملکی او عامه تاسیسات په قوانینو کې له هر ډول تعرضونو څخه باید خوندی وی، پر ملکی خلکو او عامه تاسیساتو برید جنګی جنایت دی، د افغانستان او نړیوالو قوانینو کې د عامه تاسیساتو ورانونکی تر قانونی تعقیب لاندې نیول کېږی.د افغانستان خلک د سولې او ثبات کې د ژوند کولو حق لری، هغه څه چې خلک لری، باید وساتل شی، پیاوړی شی او باید پراختیا پیدا کړی، نه دا چې دا هر څه ترې واخیستل شی.پرته له دې چې د خبرو له لارې یو سیاسی توافق ته ورسېږو، بله لار نه لرو، سولې ته رسېدل به سخت وی، خو که افغانان وغواړی، چې د عامه تاسیساتو ورانول بند شی، باید ټول د سولې لپاره کار وکړ، طالبان مستقیم مسوول دی چې جګړه ودروی، تر څو دا ویجاړۍ بندې شی.د افغانستان خلکو زیات فقر لیدلی  او که دا ډول عامه تاسیساتو ورانول دوام پیدا کړی، فقر یې ورسره هم دوام پیداکوی، څوک چې د دې ورانیو مسوول دی، هغه باید ځواب ووایی، طالبان د دې هر څه ځواب ګوی دی.دا کوم مالومات چې موږ راټول کړی، تاسو ته مې وړاندې کړل، د ملکی خدمتونو کارکوونکو راټول کړی او هېڅ سیاسی اړخ نه لری.په زیاتو مواردو کې ودانۍ په بمونو الوځول شوی او یا سوځول شوی دی، چې ورسره نور دفترونه هم له منځه وړل شوی دی، هغه دفترونه چې عامه خدمتونه  وړاندې کوی، دې وضعیت خلک ډارولی او د ملکی او عامه خدمتونو کارکوونکی د طالبانو له ډاره دندو ته نه ځی.اکثره مواردو کې لومړی ادارې چور شوی، بیا سوځول شوی دی، خو دې هر څه ته طالبانو زمینه برابره کړې، طالبانو بې نظمی او ناقانیت رامنځ ته کړی، په جګړې سره او خلکو او طالبانو ترې ګټه اخیستی ده.په ځینو سیمو کې ښځو ته ویل شوی ،چې دندو ته دې نه ځی، ځینو مواردو کې ورته ویل شوی چې که محرم کس نه لری، بیرون دې دندې ته نه ځی.په هغو سیمو کې چې طالبانو کنترول پیدا کړی، ملکی او عامه خدمتونه په کې دریدلی دی.

 سیدالله پاچا

ممکن است شما دوست داشته باشید