روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبانو د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته ۱۴۵۵ بریدونه کړی

د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی: وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته په هېواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړی دی.د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پرون رسنیو ته په لېږلې غږیږ پیغام کې ویلی، چې په دغه شمېر کې وسله وال او چرکی بریدونه شامل دی.نوموړی زیاته کړې ،چې د افغان ځواکونو دفاع کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او پر وینا یې د ۶۳ بریدونو او چاودنو مخه یې نیولې ده.د امنیت شورا ویاند زیاته کړې: (( طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته ،پر بین الافغانی خبرو پر پرمختګ د تمرکز پر ځای جګړې ته کار وېیلی.طالبانو ته د افغان ولس او بنسټونو د وېجاړۍ او تخریب ترڅنګ د خپلو افرادو هلاکت هم د اندېښنې وړ نه دی .د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته طالبانو په ټول هېواد کې ۱۴۵۵ بریدونه کړی دی.))له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شو ،چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې بشپړه شی.امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې په دې وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو د جګړې زیاتېدو راپورونه ورکړل شوی دی.د افغانستان ملی دفاع وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ۱۸۱ طالبانو د وژل کېد خبر ورکړی دی.په افغانستان کې تاوتریخوالی پر داسې مهال زیاتیږی ،چې د افغان چارواکو پر وینا ټاکل شوې په نږدې وختونو کې بین الافغانی خبرې هم بیرته له سره پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید