د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کورنیو چارو وزارت وایی، طالبانو بزګرانو ته امر کړى چې د کوکنارو کرکىله زىاته کړی او دوى ىې د محافظت ضمانت کوی.د افغانستان په ګرمو سىمو کې د کوکنارو نېښ وهلو اول فصل پاى ته رسېدلى، خو د دغو ولاىتونو د محلی چارواکو د څرګندونو پر اساس، سږ کال دوى ته مرکزی ادارې د کوکنارو د کښت اړولو لپاره هېڅ پلان نه دى ورکړى، ځکه نو د پام وړ مځکې د کوکنارو له بوټو څخه نه دی پاکې شوې او د کوکنارو حاصلات خورا زىات وو.د کورنىو چارو وزارت وىاند نصرت رحىمی وایی: (( دښمن تر خپل واک لاندې سىمو کې خلکو ته امر کړى چې په خپلو مځکو کې کوکنار وکری او نېشه ىی مواد تولىد کړی، په دې اساس د افغان نظامی ځواکونو پالیسی داده چې د دښمن عاىداتی سر چىنې په نښه او وچې کړی.))ښاغلی رحمی زیاته کړه: ((په روان شمسی کال کې زموږ پلان دا دى چې د دښمن د مرکزونو او مشرانو ترڅنګ، د نېشه یی موادو د جوړولو هغه کارخانې هم وېجاړی کړو چې طالبانو ته ىې ګټه رسېږی.))د افغانستان د بىارغونې د څار د امرىکایی بنسټ ىا سىګار مشر جان سوپکو په خپلو تازه څرګندونو کې وىلی چې نېشه یی مواد له هغو درېـىو مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږی چې د افغانستان امنىت او اقتصاد ىې له ګواښ سره مخ کړی دی.په وروستىو کې د افغانستان ځانګړی امنىتی ځواک د مځکې له لارې او هوایی قواوو، په فراه، هلمند او نىمروز کې د نېشی توکو څو کارخونې او مارکېټونه په بشپړ ډول وىجاړ کړل. افغان امنىتی ځواک وایی، د طالبانو د عاىد لوىه سرچىنه د کوکنارو مارکېټ، کارخانې او تولید دى او که دا سرچىنه وچه شی، طالبان به د جګړې له دوامه لاس واخلی.