د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې صافۍ په مشرۍ پرون د رسانه یی شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون غونډه جوړه شوه.د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:په دې غونډه کې د شپږ موردو رسانه یی شکایتونو او سرغړونو په اړوند چې د یوشمېر بنسټونو له خوا په لیکلی ډول د رسانه یی شکایتونو او سرغړونو د څیړنې کمېسیون ته لېږل شوی وو، خبرې وشوې او د شکایتونو له څیړنې وروسته لازمې په پریکړې وشوې.