روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شهید منصور صایب نوښتگر امیرالمؤمنین !

جبریل سعد

له کلنیو رخصتیو په استفادې مو له مدرسې کډې وتړلې او د شهید ملا عبدالعزیز ابوبکر تقبله الله چې پر همدې کال د خوست  د دو منده ولسوالۍ جهادی مسئول و؛ په مشرۍ پر تشکیل لاړو، د پکتیکا ارگون پېرکوتی سیمې یوه غره کې دده مرکز کې یې څو ورځی د راتلو انتظار وو، ابوبکر زیات ځنډ او موږ هم دلته کلک دیغت وکړ، د خوست د سپېرې ولسوالۍ اړوندې سیمې ته لاړو او خپل مرکز مو جوړ کړ، خو ابوبکر بیا هم را ونه رسېد، رسنیز وسائل او انټرنیټ نه و او له پېښو ډېر نه خبرېدو، په همدې ورځو کې مو د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت دردوونکی خبر تر غوږو شو او معلومه شوه چې دغه غمیزه نه یواځې د ابوبکر، بلکې د ټول کاری جهادی بهیر د ځنډ لامل شوې وه.

له همغې ورځې راهیسې د جوزا لومړۍ نېټه د نوښتگر امیرالمؤمنین شهید منصور صایب ویاړلی یاد له ځان سره لری، ده د لیډر شیپ موهوبی کوالټی(موهوبی قیادی وړتیا)او اړوند ډېر زیات ابتکارونه لرل چې د اسلامی امارت وروستۍ لاس ته راوړنې یې تر ډېره د پایلې زېږنده دی او له تجربو څخه یې اخیستل شویو گټو په توگه ده ته ورگرځی، د منصور صایب ځیرکتیا او پر مټ یې فعالیتونو د غربی ټکنالوجۍ ټول ماشینونه او په ځانگړې توګه تبلیغاتی او استخباراتی رادارونه سرچپه وڅرخول، چارې د هغه په واک کې، خو د انسجام او پکې د پرمختگ ښکاره بڼې له امله یې دښمن د مشر ملاصایب تر رعب لاندې کړی و، مشر ملاصایب په دې نړۍ نه و، خو رعب،مېړانه او نارینتوب یې آن(د منصور صایب او دده د کړنو په بڼه)ملموس او محسوس شتون درلود، دښمن له ملاصایب وروسته د اسلامی امارت دوام او د مجاهدینو انسجام ناشونی اټکل کړی و، خو پر همدې له ملاصایب وروسته مهال کې منصور صایب اسلامی امارت له ټولو اړخونو لا پسې پرمختللی کړ او په ځانگړې توگه استخباراتی برخه یې رامنځته او سیاسی هڅې یې تر پسې بډایی کړې، اسلامی امارت له یوې خورا کمزورۍ څخه تېرېده او منصور صایب یې د ځواکمنۍ لارې چارې کتلې، خو په عین حال کې یې دښمن لاهم پر ځواکمنۍ تبصرې کولې، د ضعف نقطې په اټکل کولو سره چې دښمن له کومې خوا تونل ایسته، هلته لا له مخکې د  منصور صایب نه ماتېدونکی مقاومتی تدبیر موجود و، دښمن چې د اسلامی امارت په لیکو کې د درز اچولو کوم فرصت کتلی و، په همغه فرصت کې منصور صایب لیکې لازیاتې همغږې کړې وې، د دښمن لیکو ته چې کومې لارې دښمن اټکل کړې هم نه وې، منصور صایب بشپړې اېستلې وې او…

هو ! دا منصور صایب او دا ډول یې ځیرکتیا وه، دده پر شخصیت را ټول او له ځېرکتیا څخه یې سرچینه اخیستونکی ابتکارونه له تمې پورته او له عام فکره لوړو، د ټولې نړۍ یا معاصر بشریت په یوه خوله اسلامی امارت د ځمکې پر مخ یواځنی جهادی مقاومت او مشر ملا صایب یې یواځنی بنسټگر او بیا امیر و، چې په وړاندې یې د وخت نړیوال یکه تاز ځواک او ورسره یو قطبې نړۍ رامنځته کړیو تنگو او سختو شرائطو کې له دده پرته پر ټوله نړۍ د امارت د مشرۍ وړ او د امارت او دده د مشرۍ سمبالښت یو خوب او خیال و او بیا چې مشر ملاصایب له وروستۍ ناروغۍ کړېده، مرستیالان یې شهید ملا عبیدالله آفتاب او حاجی ملا برادر آخند هم یو په بل پسې له صحنې ووتل او د یاد یکه تاز ځواک او ورسره نړۍ جنگی ستراتېژۍ او ښکاره او پټې پروژې او توطیې هم په اوج کې وې؛ په دې سره شرائط هم ټول د دښمن پر لور وو، اوس چې له هغه حال، شرائطو او قرائنو یې۹-۱۰کاله وروسته او لرې هغه وارزوو او له بلې خوا د آزادۍ او خپلواکۍ په نننۍ فضا کې موږ ځینو ته هغه هرڅه د تېر یوه افسانه ښکاری؛ نو بشپړ حال او واقعی بڼې ته یې پر هیڅ لاره او چاره نشو رسېدلای، خو پورتنیو ټکو ته پر پام یو ژور سالم فکر طبعاً دا پرېکړه کوی چې د منصور صایب د وخت شرائط له مخکې او وروسته هر وخت ترېنگلی، سخت او د دښمن په گټه و، خو همدا منصور صایب و، چې امارت، د ده مشرۍ، سمبالښت یې او دا شرائط ټول یې مدیریت او مهار کړل.

پر دې سربېره په همدې شرائطو کې د ملا صایب له وفات څخه د تبلیغاتی او استخباراتی څادر په پورته کولو سره یې ځان او د اسلامی امارت قیادی او مقاومتی وړتیا هم ولس، دښمن او نړۍ ته وښودله چې په دومره سختو شرائطو کې هم د هماغه ملاصایب خلا ډکولای او امارت یې رهبری کولای شو چې له ده پرته یې دوام ناشونی اټکل کېږی، پر دې یې د دښمن روح او روان ته په ضربې ورکولو سره شرائط زیاتر پر خپل لور را مات او را واړول او بیا که څه هم دښمن د مشر ملاصایب پر وفات پورې تړلې شومې هیلې په بې صبرۍ تعقیب کړې، خو منصور صایب یې لا مخکی ترې چانس اخیستی و او دا مهال دښمن په خپلو عنقا شویو هیلو پسې را ووت چې بیا هم منصور صایب پرې ټولې لارې تړلې وې او دښمن د نه هیلۍ پر یو سوړ اسوېلی ترې پر شا لاړ.

یوه ژمنه یې ډېره مشهوره ده چې وایی: که مې د دوی په څېر ځان ټوټه، ټوټه نکړ بیا…دا ژمنه چې یې مجاهدینو ته له کړیو لارښوونو او سپارښتنو سره پرتله شی او بیا دا دواړه د هغه له عمل سره وتلل شی؛ په یقین سره د عمل پله یې درنېږی او دا ډول یې تر شهادت پوری هره قربانی پر درانه کاڼې ور تللې، که د ژوند کړه وړه او هغه چې د ده د فزیکی حرکت رول پکې و؛ په غور سره وکتل شی، له لارښوونو او سپارښتنو یې پر خپل عمل ترکیز ځکه زیات وو چې امیر و او لکه څرنگه چې په کار و او په خیر القرون کې یې بېلگې شته؛ هرڅه یې لومړی له ځانه ور پیلول، له دې پیله وروسته چې به یې بشپړ عادی شو؛ بیا یې د هغه لارښوونه او سپارښتنه کوله چې له دې لارې به یې د نوښت په شکل را منځته کړ، دې نوښت له دوو وجو وخت زیات نیو، لومړی د خیر القرون، متمدن اسلام، اسلامی خلافتونو او بالآخره د مشر ملاصایب جهادی فکر او تگلارې په اوسنیو شرائطو کې تطبیق او دوهم د اړوندو مواردو کم پېښېدل چې ورته په لومړی ځل یې پام ور واړوی او بیا په همدې کمښت کې ځان ورسره بشپړ عادی کول، نو که څه هم ډېر څه د منصور صایب په عمل کې وو، خو مجاهدینو ته یې د ټولو لارښوونې او سپارښتنې نه وې کړې چې اوس باید هغوی خپله د ده له کړو وړو څخه په اخیستنې دده د خویونو، مواصفاتو او تگلارې په تعقیبولو خپلې هڅې بریالۍ کړی.

موږ او شهید منصور صایب ته له هرڅه مهم د ده لارښوونې عملی کول، لاره یې ورپسې اخیستل او کړه وړه او نېک مواصفات یې په ځان کې پیدا کول دی، بیاهم دده اړوند له پېیلو او ناپېیلو کېسو، اعترافونو، څرگندونو، تحلیلونو او ارزونو څخه په تېرېدنې؛ یواځې د ځینو هغو مواصفاتو چې دا ټول پرې را ټولېږی؛ د بسنې په موخه مو دا ټکی وکښل او قربانیو ته یې د قدردانۍ په دود پر موږ حق دی چې یاد یې پرې ژوندی وساتو، خو په زغرده یې وایم چې د واک او ځواک پر گدیو د انډیوال پالنې په شکل او  له امله  دې د مشر ملاصایب، منصور صایب رحمهمالله او شیخ اخندزاده صایب حفظه الله له ډېرو لارښوونو، توصیو او امرونو سرغړونې تر سترگو کېږی چې نور یې پر تلین د سپېڅلو قربانیو او پاکو وینو را یادول، په پار یې گرېوانه کې کتل او د ځان اصلاح پکار ده. اروا یې ښاده او یادونه یې تلپاتې

+++++++

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د منصور صیب ځیرکتیا امارت ته سیاسی او پوځی بریا ورکړه!

حمادافغان شېرزاد

د اسلامی امت د معاصر تاریخ د وتلی جهادی او سیاسی ځلاند ستوری (( شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله)) شپږم تلین په داسې حال کې لمانځو، چې دده د قربانۍ، هڅو، کوښښونو او ځیرکتیا په برکت هیواد له اشغاله خلاص او د آزادۍ سپین توغ په لر او بر رپاند دی، ولسونه خوښۍ کوی او نن د دغه بری زیاته برخه منصور صیب ته منسوبوی؛ ستایی یې او پرې آفرین وایی.

دا چې د اسلامی امارت صف له سختو کړاونو او د بېلابېلو دښمنانو له مختلفو حربو او دسیسو روغ راووت، ارتقاء یې وکړه، ماته کښتۍ یې تر ساحله ورسېده، تر شا یې د زرګونو ځوانانو او اتلانو د شهادت او قربانیو داسې درانه داستانونه پراته دی، چې ورته د نسیم حجازی قلم هم رسیدګی نشی کولای، خو دا چې تاریخ د هغو اتلانو نومونه او کارنامې تل په خپلو پاڼو کې زرینې ساتی او پرې ویاړ کوی، چې امت ته یې نېکنامی راوړې وی، د سختیو او کړاؤونو په تیرولو یې امت تر لوړو مدارجو رسولی وی، ټولنې ته یې د ارتقاء، پرمختګ او وحدت فکر ورکړی وی او پکې کامیاب شوی وی، منصور صیب هم له تاریخ سازو شخصیتونو یو داسې شخصیت دی، چې په سختو مرحلو کې یې د اسلامی امت د ریښتینی ټولی قیادت وکړ او داسې پرمختګ او بې سارې کامیابی یې ورکړه چې له دې دمخکې نه وه ترلاسه شوې او آن د نظام تر درشله یې ورسولو.

د اسلامی امارت په رأس او معاصر تاریخ کې له ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله وروسته، د تل لپاره د ملااختر محمد منصور صیب نوم یادېږی، ځکه چې نوموړی په خپل سیاسی ظرفیت، درک، ځیرکتیا، کارنامو او هڅو اسلامی امارت له سیاسی او پوځی ډګره فاتح راوویست، هغه کار یې وکړ چې له ده مخکې چا نه ؤ کړی، پر نړېوالو یې ځان وپېژانده، سیاسی دفتر او لاره یې پرانیستله، کفر او صلیبی ائتلاف یې دې ته مجبور کړ، چې د مېز پر سر کښېنی او دا تسلیم کړی، چې موږ خطاء کړې، دښمنانو ته یې ووېل چې  راشئ له موږ سره خبرې وکړئ، چې موږ جګړه مار او ترهګر یو؛ او که تاسو، دا جګړه پر موږ تحمیل شوې او که موږ یې له مستۍ کوو.

د تاریخ پاڼې پر هغو اتلانو زرینې وی، چې د امت او خپلې ټولنې قیادت یې په سختو شرائطو کې کړی وی، د ملاعبیدالله او ملابرادر له نیول کېدو وروسته، د امارت زیات بوج پر منصور صیب پرېوت، خو د ملاصیب له وفاته وروسته، دا بوج لا هم دروند شو، مګر دیچې د وخت پوه، ځیرک، سیاسی او مدبر شخصیت ؤ، د لوی ملاصیب له امانت څخه یې نه یواځې ساتنه وکړه؛ بلکې له هغه وخته یې زیات پرمختللی او قوی کړ، سنګرونه یې محکم او سلطه یې پر سیمو او ولسوالیو زیاته کړه، له ولس سره یې د مجاهدینو او امارت ارتباط زیات کړ، محاکم او داسې نظام یې رامنځته کړ، چې بې له مبالغې ورته د هغه حکومت ویل کېده.

منصور صیب پر سیاسی تګلاره، چې له داخل او بهر څخه ورته زیات مخالفتونه متوجه وو، زیات کار وکړ، ملګری یې وهڅول، چې د جګړو د ختمولو لپاره دا هم یوه غوره لاره ده، له نړېوالو سره د اړیکو او افغانستان د هر رنګه پرمختګونو راوړلو لاره ده، او تر څنګ یې پوځی ډګر داسې غښتلی او پرمختللی کړ، چې ډېر دښمنان یې پر دمه حیرانوونکی پرمختګ او قوت ګوته په غاښ کړل، همدا لامل شو،چې ده نظامی لایحه او طرز العمل جوړ کړ، تشکیلونه یې منظم کړل، صفونه یې له شریرانو او مفسدینو پاک کړل او پخپل وخت کې یې داعشی فتنه هم زېر او زبر کړه، نوموړی زما د مالوماتو پر اساس هغه وخت غوښتل چې خپل ټول مجاهدین او تحرکات داخل ته نقل کړی، ده د هیواد په شمالی ولایتونو کې د مجاهدینو د تربیت او تدریب لپاره قوی او بنسټیز پوځی روزنتونونه جوړ کړل، دا نن چې کوم فاتح او بدری قوی او منظم ځواکونه ګورو، دا هم د منصور صیب د هڅو پایله ده.

دا چې افغانستان د معاصر تاریخ له پلوه، جګړو ځپلی، بدبینو خوړلی، نفاق، تربګنیو، سمتی او قومی او آن استخباراتی څپو وهلی هیواد دی.  همدې جګړو د دې هیواد د پرمختګ او رفاهیت مخه نیولې وه، نو منصور صیب د خپلې سیاسی ځیرکتیا پر مټ، د قومونو او سیمو تر منځ هماهنګی رامنځته کړه، ټولو ته یې یو رنګه ونډه ورکړه او افغانستان یې له تجزیې او بېلېدو وژغوره. دی د همدې جګړو د پای او نهایی کولو په لټه کې و، چې نامردو دښمنانو په نښه کړ او په پردېسۍ کې یې په شهادت ورساوه. خو دښمنان بیا هم ناکام شول، د منصور صیب وینو ثمره راوړه،  د هغه هڅو رنګ واخیست او تلپاتې بری یې راوړ الحمدلله.

روح یې ښاد او یاد دې تل وی.

د نظام د پایښت او ثبات په هیله.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید