روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شنونکی: نړۍ له افغانستان سره د خپلو ګټو دساتلو په موخه یو اړخیزې اړیکې پالی

د سیاسی چارو  یوشمېر شنونکی وایی: افغانستان د نړۍ په دیپلوماتیکه لوبه کې څنډې ته شوی .شنونکی طارق فرهادی وایی: (( افغانستان د نړۍ په دیپلوماتیکه لوبه کې د محکومیت کنج ته تمبول شوی دی. په دې معنی،چې د دې لوبې قوانین بهرنۍ نړۍ ټاکی او هغوی له افغانستان سره تعاملات لری،خو افغانستان هلته سفارت نه شی پرانیستلی. یانې دا یوه بشپړه یو اړخیزه اړیکه ده،چې د هغوی د خپلو ګټو لپاره ده.)) د امریکا ځانګړی استازی،توماس وېسټ په تازه خبرو کې ویلی، اوس مهال د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره اراده نه لری. ورته مهال اروپایی ټولنې په کابل کې د خپل دفتر له پرانیستلو وروسته ویلی، دغه دفتر یې د حد اقلی همکاریو او دبشری مرستو درسولو په موخه پرانیستی دی.د سیاسی چارو شنونکی وایی: اروپایی ټولنه او امریکا ګډ دریځ لری او د افغانستان په‌تړاو د دوی اوسنی دریځ له فشاره ډک دی،خو کله نا کله پر نرمښت بدلېږی.

دوی ټینګار کوی،چې اوس اسلامی امارت باید خپله څرګنده پالیسی اعلان کړی،ترڅو دا اړیکې مبهمې پاتې نه شی.شنونکی نورالله حضرتی وایی: (( هغه څه چې اوس اسلامی امارت ته په کار دی، هغه دا دی چې باید داسې یوه څرګنده پالیسی د نړیوالو اړیکو په تړاو وړاندې کړی، چې له امریکا او اروپا سره یې په اړیکو کې مبهم څه پاتې نه شی او دوی خپله پالیسی ډېره روښانه کړی.))  خو یو شمېر نور په دې اند دی،چې د دیپلوماسۍ له پلوه په یوه هیواد کې د استازولۍ دفتر پرانیستل نیمه رسمیت پېژندل دی.شنونکی بلال فاطمی وایی: (( دا چې دوی دلته دفتر پرانیزی او اروپایی ټولنې له دفتر پرانیستلو وروسته ویلی،چې د رسمیت پېژندلو په معنی نه ده. دا د دویمې سطحې دیپلوماسۍ له مخې د رسمیت پېژندلو په معنی ده،ځکه دوی چې هر ډول مراودې کوی او له حقوقی پلوه به یې ټول فعالیتونه او اړیکې د بهرنیو چارو له وزارت سره وی.)) اخوا اسلامی امارت بیا د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې له نړیوالو سره پر ښو اړیکو لرلو او اقتصادی راکړې ورکړې ټینګار کړی او اوس هم د دغو ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په لټه او غوښتونکی یې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید