روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شمالی کوریا : له امریکا سره د مقابلې لپاره اټومې وسلې له پامه نه غورځوو

د شمالی کوریا دولتی رسنیو اعلان کړی، چې ولسمشر کیم جونګ اون ټینګار کړی، چې هېڅکله به له امریکا سره د مقابلې پرمهال اټومی وسلې له پامه ونه غورځوی.کېم جونګ اون دغه څرګندونې د شمالی کوریا پارلمان ته په وینا کې کړی. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، کیم جونګ اون په آسیا کې د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د اټومی جګړې زیاتېدونکی ګواښونه کړی او خبرداری یې هم ورکړی، چې که شمالی کوریا وګواښل شی ، نو له خپلې اټومی وسلې به کار واخلی. د شمالی کوریا پارلمان هم د اټومی وسلو د کارولو په اړه لایحه تصویب کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید