روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( شل کاله په ښکېلاک کې، جهادی خاطرې)) ټولګه له چاپه را ووته

رحمت الله فیضان

شل کاله په ښکېلاک کې) دا د جهادی خاطرو د هغې ټولګې نوم دی چې د حیات الله زاهد زاده مهاجر فراهی په قلم کښل شوې ده، غواړم دا ټولګه او په دې ټولګه کې راغونډې شوې څو خاطرې درسره شریکې کړم، خو له دې وړاندې را ځی د ټولګې لیکوال حیات الله زاهد زاده مهاجر فراهی و پیژنو،  نوموړی په ۱۳۵۸ کال لمریز کی د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د محمد زاهد اخند زاده په یوه روحانی او دینپاله کورنۍ کې دنیا ته را غلی،  د کورنۍ مشران یې تر دریمه پوشته ټول دینی علما تېر شوی دی،  ښاغلی مهاجر دینی زده کړې د کندهار په بېلابېلو دینی مدرسو کې تر سره کړی. ا ود فراغت سند یې د کندهار له فضلیه مدرسې څخه تر لاسه کړی.

ښاغلی مهاجر آرامه با ادبه او خاموش شخصیت لری د دې ترڅنګ له شعر او ادب سره هم سرو کار لری په دې وروستیو کې یې د خپلواک په نامه یوه شعری ټولګه هم چاپ شوې ده، د شعر یوه نمونه یې دا ده :

د غربیانو د سیسې شولې ناکامې

د صلیب واړه حربې شولې ناکامې

د پیټریوس د نفاق تخم زرغون نشو

اربکیان او ملیشې شولې ناکامې

د ډایاګ او ډی ډی آر، نوم را په زړه شو

هغه واړه افسانې شولې ناکامی

دیوالی یې شو په نوم شرکت د سولې

هم د نیکلسن فتوی شولې ناکامې

د داعش او سنګوریانو ملا شوه ماته

د پرلت نارې سورې شولې ناکامې

ایم،  آی شپږ، اود سیا، نه لاره ورکه

د موساد، یې برنامې شولې ناکامې

نا ارام زړه د (( زاهدزاده )) قرارشو

امارت ته منصوبې شولې ناکامې.

ښاغلی مهاجر عربی او اردو ژبو ته هم لاسرسی لری د ((اوسنی حالات او اختراعات او قرآنی علاج یې)) ترنامه لاندې یې له عربی او اردو څخه یو اثر ژباړلی او دریم اثر یې همدا (شل کاله په ښکېلاک کې،  جهادی خاطرې ) دی چی په ۱۴۰۱ کال کې د زاهد خیریه بنسټ له لوری په۱۵۰۰ټوکو کې چاپ شو.

د ټولګې منځپانګه :

په دې ټولګه کې را غونډې شوی خاطرې ټولی هغه خاطرې دی چی لیکوال په خپلو سترګو لیدلی او پر خپل وجود یې لمس کړی دی په دې ټولکه کې نقل قول نه دی شوی،  حاشیه روی یې هم نه ده کړی پر اصلی موضوع یې تمرکز کړی چې دا یې ښه ځانګړنه ده،  ټول واقعات یې له تاریخ سره لیکلی چی دا یې هم بله ښه ځانګړنه ده او هغه څه چی دا ټولګه د نقد تر ګوزار لاندی را ولی هغه په ټولګه کی د تاریخ او کلونو د ترتیب نه رعایت کول دی،  د مثال په ډول ښاغلی مهاجر له ۱۳۸۰ کال څخه تر ۱۴۰۰ کاله پوری خپل خاطرات او واقعات را غونډ کړی دی، خو کلونو او میاشتو ته یې ترتیب نه دی ورکړی او خپله لومړنۍ خاطره یې له ۱۳۹۵ کال څخه درج کړی او د ۱۳۸۰ کال خاطرات یې د ټولګې پای ته لېږد ولی دی،  دا چی دا کار یې ولی کړی په دې اړه ښاغلی مهاجر وایې :ما ځکه په خپل اثر کې د تاریخ ترتیب ته اهمیت نه دی ورکړی چی موضوعات له یو بل سره تړاو نه لری دا ځواب یې ماته د یو لوستونکی په توګه قناعت بخش نه دی،  په هرصورت ښاغلی مهاجر په خپل اثر کې له هغو زړه بوږنوونکو جنایاتو او وحشتونو څخه پر ده پورته کوی چی په شمال کې دوستم او دوستمی ملیشو له طالب بندیانو سره ترسره کړل او د بشر د حقوقو کاذبو مدافعانو لا تر اوسه هم دې بشری ضد جنایاتو ته سرنه دی ور ښکاره کړی، د نړیوال استکبار تجاوز او د هغوی پر لاس بشری ضد جنایات،  د مزدورې ادارې له لوری د عام ولس وژنه تحقیر او توهین،  د جنرال پیتریوس په لاس جوړه شوی د اربکیزم فتنه،  له مجاهدینو سره د ولس خواخوږی او همدردی، د هرات فتح او په دې فتح کې د پخوانی جنګسالار محمد اسمعیل خان په ګډون د کابل د ادارې د لوړ پوړو چارواکو اسارت او بېرته د هغوی محترمانه خوشې کول او دا سې نور واقعات را ټول شوی دی چی په لوستو یې د لوستونکی د وجود ویښتان نېغېږی،  دا ټولګه له پښتو څخه فارسی ته ژباړل شوی او چاپ شوی هم ده، پر عربی او انګلیسی ژباړه یې هم کار روان دی.

ښاغلی مهاجر فراهی په خپل ((جهادی خاطری)) نومی اثر کې ۱۰۰خاطرې په ۲۵۹ مخونو کې را ټولې کړی دی نو اړتیا ده چې دا اثر تر لاسه او خپله تنده پرې ماته کړئ زه به یوازی د نوموړی دوې خاطرې چی د زندانیانو او اسیرانو په اړه دی له تاسو سره شریکې کړم یوه خاطره په ۱۳۸۰ کال کې چې د دوستم او د ده د ملیشو له لوری مجاهدین اسیران شول او په ډېر قساوت سره یې شهیدان کړل او دوهمه خاطره په ۱۴۰۰کال کې چی هرات د اسلامی امارت د مجاهدینو له لوری فتحه شو او د کابل د ادارې لوپوړی چارواکی د قومندان اسمعیل خان په ګډون د جګړې په ډګر کې ونیول شول او له لېږ ځنډ وروسته بېرته محترمانه آزاد کړای شول.

 لومړۍ خاطره

د ۱۳۸۰ لمریز کال د قوس درېمه

په کانټینرانو کې د اسیرانو انتقال

د ۱۴۲۲ قمری کال روژې میاشتې اتمه د ماښام د لمانځه مهال یې د مزارشریف او بلخ ولسوالۍ ترمنځ غځېدلی سړک د زینې کلا په منځ کې له هغو لویو لاریو څخه چې د کندوز ولایت د یرګنک له دښتې یې اسیران را بار کړی وو را ښکته کړو. ..

دلته له وړاندې لوی بار وړونکی موټرونه چی اوږده کانتینرونه پرې با رشوی وو زموږ په انتظار کې ولاړ وو، د دوو یا دریو لاریو اسیران به یې یوه کانتینر کې تخته کول.

کله چی بندیان کانټینرونو ته داخل کړای شول یو دم هوا بنده شوه او د اکسیجن او ساه کښلو له ستونزې سره مخ شوو.

اسیرانو په کړیکو او چېغو پیل وکړ ما هڅه وکړه چی بندیان آرام کړم او د هغو دریو کسانو کیسه ورته وکړم چی په کومه لاره روان وو باران پرې راغی او دوی یوې سمڅې ته پناه وروړه. ….ما چې کله دا بیان ورته شروع کړ دوې درې خبرې مې ورته وکړې نور په ځان نه یم پوه شوی دا بله ورځ شا و خوا یوولس بجې په هوښ راغلم که ګورم اسیران یو د بل د پاسه پراته دی، څوک شهیدان شوی، څوک د ځنکندن په حال کې دی او چا بیا له ډېرې نفس تنګۍ څخه کمیسونه اېستلی.

دومره تنده را باندې را غلې وه چې یې له حرکت څخه یې اچولی وو،  د ډېرې ګرمۍ او حرارت له وجې له کانتینر څخه خولې څڅېدلې چې بندیانو به بیا همدغه په خولو لوند کانتینر له ډیرې تندې څخه څاټه.

غالباً همدا موټر خپل وروستی تمځای ته وختی رسېدلی و، خو دوی د دې لپاره درولی و، چې که کوم بندی ژوندی پاته وی تر څو هغه هم ووژل شی.

شاوخوا د مازدیګر درې بجې وې چی کانتینر یې زندان ته داخل کړ او د کانټینر در وازه یې پرانیستله زما په ګډون ښایې د پنځلسو په شمېر کې ژوندی کسان را ښکته شوی وی، هغه هم په داسې حال کې چې له ناستې پاستی لویدلی وو.

لږ اوبه را کړل شوې، وروسته هغه زندان ته ور وستل شوو چې له موږ وړاندی ورته کافی شمېر زندانیان په همدې شکل را رسول شوی وو.

کانټینر یې بېرته له شهیدانو سره د بهر لور ته روان کړاو وروسته بیا خبر شوو چی شهیدان یې د لیلی دښتې ته انتقال کړی او هلته یې په ډله ییزه توګه تر خاورو لاندې کړی وو،  په دې ناورین کې یوازې زموږ له ډلګۍ څخه اتلس تنه شهیدان شول.

دوهمه خاطره

د ۱۴۰۰لمریز کال د اسد ۲۲ مه

د ظفر قول اردو فتحه :

د هرات ولایت د فتحی په سهار شا و خوا اته بجې د ولایت مقام ته د والی صاحب حاجی روحانی لیدو ته ور غلم. والی صاحب په ولایت کې نه و. بېرته د تللو پر مهال د دعوت او ارشاد د حلقې غړی مولوی صاحب غلام حید سره مخامخ شوم له جوړ په خیر وروسته یې راته کړل : دا کس کامران علیزی نومېږی د ولایتی شورا رئیس دی د ظفر قول اردو مسئولین د امیر اسماعیل خان په ګډون د ده په توسط را سره په اړیکه کې دی د تسلیمۍ خبره هم روانه ده که تاسو هم راسره ملګری سئ.

د تلو ژمنه مې ورسره و کړه له ولایت څخه د قول اردو پر لور و خوځېدو د ګذرې ولسوالۍ اړونده سیمه کې ډېر شمېر ډلې ډلې د اردوخلع سلاح شوی پوځیان روان وو چې ګام په ګام د مجاهدینو له لوری تلاشی کېدل.

کله چې قول اردو ته ورسېدو مولوی صاحب غلام حیدر او مولوی شېر احمد عمار چی د هرات مرستیال والی و مخته لاړل تر څو په قول اردو کې د کابل د اداری د مسولینو تسلیمی واخلی،  د هرات د اداری ټول لوړپوړی چارواکی همدلته را غونډ شوی وو په دوی کې پخوانی قومندان امیر اسمعیل خان،  نبی احمد زی د ظفر قول اردو قومندان حسیب صدیقی، د هرات د ملی امنیت رئیس د کورنیو چارو وزارت ارشد معیین عبدالرحمن رحمان،  د هرات والی عبدالصبور قانع او ګڼ شمیر نور چارواکی هم شامل وو.

نوموړی کسان په مرمۍ ضد موټرانو کې سپاره وو، شا و خوا مجاهدین ترې را تا و وو، د اکثرو کشرانو مجاهدینو هڅه دا وه چی دوی له نږدې څخه ووینی او په دوی ټولو کې بیا امیر اسمعیل خان ته ډیر غوسه ځکه وو، چې په وروستیو کې یې هڅه کړی وه چې د هرات ولسونه د اسلامی امارت پر خلاف جګړې ته را و پار وی او په څو استقامتونو کې یې له مجاهدینو سره سختې جګړې هم کړې وې.

مشوره داسې وشوه چی د امیر اسمعیل خان شخصی کورته به ځو.کله چی د اسمعیل خان سرای ته ورسېدلو خورا مجلل محل و په ډېره لوړه سویه جوړ شوی و.څو کې را وړل شوې، ټول کسان کښېناستل د هرات والی صاحب حاجی روحانی ملګرو ته د ډوډۍ خبره وکړه خو په سیمه کې ډوډۍ ونه موندل شوه ځکه چې د ښار هټۍ او هوټلونه لا پوره نه وو پرانیستل شوی.

د ماسپښین له لمانځه وروسته غونډه پیل شوه. د هرات والی مولوی عبدالقیوم روحانی د والی مرستیال مولوی شیر احمد عمار،  د فرهنګی کمیسیون مرستیال مولوی احمد الله وثیق او ما لنډې ویناوې وکړې،  د ټولو ټینګار او تاکید د افغانانو په خپلمنځی اتحاد،  ورور ګلوۍ او عمومی عفوې و.

د دوی له اړخه تورن اسمعیل خان او د کابل د ادارې والی عبدالصبور قانع خبرې وکړې. د غونډی فضا ډېره صمیمانه وه هېچا دا ګمان نه کا وه چی دغو کسانو څو ساعته وړاندې د یو بل په مقابل کې سنګر نیولی وو د هرات والی مولوی عبدالقیوم روحانی دوی ته په خپله وینا کې وویل: همدا اوس تاسو خپلواک او ازاد یاست که دلته هرات کې له موږ سره پاتېږئ موږ مو خدمت کوو او که کابل ته هم ځئ نو خپل اختیار لرئ

. پای

ممکن است شما دوست داشته باشید