روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سېلاوونو خلکو ته درانه مالی او ځانی زیانونه اړولی

په خوست، پکتیا، غزنی، لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې د سېلاوونو له امله ګڼ شمېر خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اوښتی او په سلګونه کورونه، سړکونه، لارې، کوڅې، پلونه او استنادی دېوالونه یې تخریب کړی دی.د باختر آژانس د خبر له مخې، د پکتیا په مرکز ګردیز کې د عسکری فامیلۍ، اتفاق مېنې، مهلن او پیرباغ په ګډون یو شمېر سیمو کې سېلاوونه راوتلی ،چې د خلکو کورونه یې وېجاړ کړی، چې له امله یې خلک اړ شوی خپل کورونه پرېږدی.په ورته وخت کې د خوست په اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې هم  سېلاوونو ۴ تنه مړه شوی او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دی.د یو بل خبر له مخی، د میدان وردګو په سید آباد  جلریز او د لوګر ولایت په څرخ ولسوالیو کې سېلاوونو خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی، چې په جلریز کې د یوی ښځی په ګډون دوه ماشومان مړه شوی او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې وړې دی.په همدې حال کې په غزنی کې د طبیعی پېښو په وړاندی د مبارزې رئیس مولوی عمر حقانی وایی چې وړمه  شپه د غزنی په قره باغ، ګیرو، واغظ او ده یک ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سیلاوونو له مله خلکو ته مالی زیانونه اوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید