روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سږ کال ۲۵۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه را ایستل شوی

د روان کال له پیله تر دې دمه کابو ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته په جبری او یا داوطلب ډول راستانه شوی،چې ډېر یې له ایرانه دی. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو ۲۳۱ زره او ۷۸ له ایرانه راستانه شوی،چې تر نیمایی زیات یې په جبری ډول را ایستل شوی دی. دغه راز ۲۱ زره افغان کډوال له پاکستانه هم هېواد ته راستانه شوی دی. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتی دفتر وایی، چې له دغو کسانو لږ یې هغه دی، چې د کډوالۍ اسناد لری او پاتې نور د کډوالۍ اسناد نه لری او د درملنې، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره پاکستان ته د لنډمهال لپاره تللی وو او د بېرته راتګ پر مهال ثبت شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید