د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اوبو او انرژۍ وزارت په هېواد کې د واورې د ورېدو په موسم کې د تغىىر خبر ورکړى او وایی، سږ کال له خپله وخته ىوه مىاشت وړاندې په افغانستان کې واورې وشوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې وىلی، موندنې ىې ښیی چې د هېواد پنځو سېندىز حوزو کې د تلې یا مېزان له ۱۳ مې راهىسې ژمنی بارانونه او واورې پیل شوې دی. خبرپاڼه وایی، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بامىان، پکتىا،وردګ، لغمان، کونړ، نورستان، پروان او کابل هغه ولاىتونه دی چې د تلې یا مىزان له ۱۳مې راهىسې د واورو او بارانونو شاهدان دی. همدا راز د دغه وزارت اړوند د اوبو د زېرمو رىاست وایی، په افغانستان کې له ۳۵۰۰ مترو څخه په لوړه ارتفاع ولاىتونو لکه بدخشان، تخار، بغلان، بامىان، نورستان او پکتىا کې واورې شوې ، خو له دې څخه په ټىټو سىمو کې بىا ژمنی بارانونه روان دی.
خبرپاڼه د اوبو د زېرمو رىاست په حواله وایی، د تلې یا مىزان له ۱۳مې راهىسې په شمالی سالنګونو کې ۷۵ سانتی، په جنوبی سالنګ کې ۵۰ سانتی، پر حاجی ګک کوتل ۱۵ سانتی او په ګردن دېوال سىمه ۳ سانتی واوره شوې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت په حواله دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ژمنۍ واورې د لړم یا عقرب په ۱۳مه، په ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۴مه او د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ یا قوس په ۲ مه واورې پیل شوې وې، خو سږکال دا موسم ىوه مىاشت راوړاندې شوى دى. ىاد وزارت وایی، له وخته مخکې واورې ښیی چې د افغانستان آب و هوا هم اقلىمی بدلون ژور تاثىر کړى دى.