روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سږ کال د جګړو له امله ۱۸۴۰۰کورنۍ بېځایه شوې

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایی: د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې(۱۸۴۰۰) کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوی دی.د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرائت پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل ،چې دغه کسان په کندهار، هلمند، لغمان، فاریاب، جوزجان، کندوز، بدخشان او بغلان ولایتونو کې بېځایه شوی دی.نوموړی زیاته کړه: (( د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه بیا تر دې مهاله په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د تازه تحرکاتو له امله څه باندې ۱۲۸۸۰۰ افغانان بېځایه شوی چې ۱۸۴۰۰ کورنۍ کېږی.))د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس تیر کال په افغانستان کې ۹۲زره کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوی وې، چې په خبره یې له ځینو سره بېلابېلې مرستې هم شوی دی.نوموړی زیاته کړه، چې په عمومی ډول په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر ۲میلیون او ۵۰۰زره کسان ته رسېږی ،چې په تیرو کلونو د جګړو له امله بېځایه شوی دی.تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همږغۍ دفتر یا اوچا وویل، چې په تیرو درېیو میاشتو کې یوازې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د جګړو له امله ۳۵زره کسان بېځایه شوی دی.دا په داسې حال کې ده ،چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې له امله خلک دخپلو سیمو پرېښودو ته اړاېستل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید