روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سپورت بېلابېلې روغتیایی ګټې لری

سپورت په ننی عصر کې د ټولو نړیوالو لپاره غوره او په زړه پورې لاره ده؛ ځکه پر وړیا ډول ګڼې وژونکی ناروغۍ له منځه وړی همدارانګه حرفه یی لوبغاړی د سپورت په وسیله زرین ویاړونه ګټی. په سیاسی لحاظ هم د دولتونو لپاره سپورت تل ګټور تمام شوی؛ د کومو هېوادنو چې دیپلوماتیکې اړیکې خرابه او کمرنګه وی، د فوټبال ، کرېکټ او نورو سیالیو په وسیله یې رغوی. په دې لېکنه کې مو  د سپورت صحې او روانی ګټو ته لنډه اشاره کړې ده.ښه خوب: سپورت د انسان سره مرسته کوی چې  ښه آرامه، راحته او ژور خوب وکړی کېدای شی دا خبره ځینو ته د منلو وړ نه وی، خو د سپورت او خوب په هکله چې کومې نوې څېړنې شوې په هغو کې راغلی چې که څوک په اوونۍ کې درې یا څلور ورځې پر له پسې د شلو څخه تر دېرشو دقیقو تمرین وکړی ښه او په زړه پورې خوب کولای شی. همدارنګه د خوب کیفیت او وخت یی  هم لوېږی.هر څومرمه چې عمر لوړېږی منظم سپورت بدن روغ ساتی. کوم کسان چې په ورځ کې دېرش دقیقی تمرین کوی تل د تازګی او راحت احساس کوی همدارنګه سپورت د ژر رارسېدونکی بوډا توب مخه هم نیسی او ګڼې ناروغۍ له منځه وړی په همدې دلیل بدن  پیاوړی ساتی.
 سپورت عضلات  او مفصلونه روغ ساتی: په منظمه توګه سپورت ښه او په زړه پورې لاره ده؛ کومې ستونزې چې په عضلو او هډوکو کې وی هغه له منځه وړی که د منظم مهال وېش له مخې سپورت وکړو قدرت به مو نظر هغو کسانو ته چې سپورت نه کوی، زیات  وی همدارنګه ورځنۍ چارې به مو هم ښې پر مخ لاړې شی.د حافظې پیاوړتیا: په اوونۍ کې د درېیو ورځو لپاره ۴۵ دقیقی په پښو مزل؛ د زیرکۍ او ښه فکر کولو سبب کېږی. ډېری څېړنو ښودلې؛ کوم خلک چې په منظمه توګه سپورت کوی د لوړ تمرکز او فکر خاواندان دی سپورت په مغز مستقیم اثر لری او په مغز کې د تمرکز برخه پیاوړې کوی. سپورت حوصله او مثبته انرژی لوړه وی: کوم کسان چې دوامداره او منظم تمرین کوی تل خوشحاله او مثبت فکر لری د ستړیا او وېرې احساس ورسره نه وی او ورځنۍ چارې په آسانۍ پر مخ وړی.عصبی فشار او وېره له منځه وړی: سپورت وېره پرېشانی او لوړ ذهنی فشار د وخت په تېرېدو له منځه وړی کوم کسان چې منظم او دوامدره تمرینات کوی وروسته له دوه ساعتونو یې په مغز کې د اندروفین هورمون تولیدېږی او دغه هورمون اعصابو ته تسکین ورکوی همدارنګه سپورت په مغز کې د سروتونین په نامه  مواد زیاتوی ،چې د انسانانو ورځنۍ چارو ته  کیفیت او چټکتیا وربښی.
 
سپورت دوولس نورې ذهنی ګټې هم لری:

۱- د وېرې کموالۍ

۲- د خوشحالۍ زیات والۍ

۳- د ازادې فضا څخه لذت او خوند اخیستل

۵- د عصبی او روحی ناروغیو کموالۍ

۶- د اعصابو ارامتیا او ځواکمن کېدل

۷- د حافظې پیاوړتیا

۸- د نېشه یې توکو څخه ځان ساتل

۹- د راحتۍ او خوښۍ احساس

۱۰- د قدرت او مثبتې انرژۍ زیاتوالۍ

۱۱-  خلاقیت او ابتکار

۱۲- د سالمې  او پیاوړې ټولنې رامنځته کېدل

 له سپورت څخه خوند واخلئ!

که چېرې تاسو له سپورت څخه خوند نه شی اخستلای، په داسې حال کې تمرین تاسو ته کومه ځانګړې ګټه نه لری. لازمه ده چې د خپلې خوښې او رغبت سره سمه سپورتی څانګه وټاکئ، دا کړنه به له تاسو سره مرسته وکړی او له سپورت څخه به ډېر خوند واخلئ.

 د سپورټی څانګو ډلبنډی:

د ورزشکارانو لپاره د یوې ځانګړې څانګې، رشتې تمرین؛ لویه موخه ده چې په اصل کې ټولنې ته په هماغه څانګه کې بریالی ورزشکاران ډالۍ کېږی.

لوبې:

آس ځغلول.

منډې وهل، لامبووهل

بایسکیل ځغلول، موټر سایکیل ځغلول، کښتۍ سوریدنه…

 رقابتی لوبې/ رزمی لوبې: جیدو، کاراته، سوک وهنه، تکواندو، ووشو، کونګ فو، تورې وهل …

میدانی لوبې: ټېنس، بدمینتون، والیبال، اسکواش، د میز پر مخ د ټېنس لوبه …

ټیمی لوبې: بېس بال، کرېکټ، فوټبال، فوټسال …

نمایشی لوبې: دغړو ښکلا، جمناستیک …

 پایله :ښه پایله چې له تمرینه اخستلی شو دا ده چې د ډېرو وژونکو ناروغیو د مخنیوی سبب ګرځی پس د خپلې خوښې او رغبت سره سم، سپورتی څانګه وټاکئ، وخت له لاسه مه ورکوئ، سپورت وکړئ ځکه ګڼې ګټی لری.

صابر

ممکن است شما دوست داشته باشید