روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سویډن او فنلنډ ته د ترکیې خبرداری

ترکیې سویډن او فنلنډ ته خبرداری ورکړی، چې که له انقرې سره پر کړو ژمنو عمل ونه کړی،نو دوی به یې په ناټو کې د غړیتوب مخه ونیسی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړمه ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل، چې فنلنډ او سویډن څاری او که پر هغو ژمنو عمل ونه کړی چې څه موده مخکې یې کړې وې، دوی به یې له شک پرته په ناټو کې د غړیتوب مخنیوی وکړی. لا څرګنده نه ده چې انقرې د شمالی اروپا له دې دواړو هېوادونو څه ډول ژمنې اخیستې دی، خو تر دې وړاندې یې ویلی وو ،چې سویډن او فنلنډ د پی کې کې د ورانکارې ډلې مشرانو ته استوګنه ورکړې چې له کبله یې دوی په ناټو کې د غړیتوب مخالف دی. انقرې په ناټو کې د یادو هېوادونو د غړیتوب د ملاتړ په بدل کې د هغو ۳۳ کردانو ور سپارل غوښتی وو، چې د ۲۰۱۶ م کال په کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید