روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوډان: د اخوان المسلمین ګوند ۲۱ غړی مصر ته سپارلی

د راپورونو له مخې سوډانی حکومت د اخوان المسلمین اسلامپال ګوند ۱۲ غړی او د هغوی کورنۍ چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې په سوډان کې پناه اخیستې وه مصری استخباراتو ته سپارلی.د اخوان المسلمین ګوند اړوند یوې سرچینې ((العربیه)) تلوېزیونی شبکې ته ویلی، چې سوډانی چارواکو د دې ډلې ۲۱ تنه مصری غړی او د هغوی کورنۍ  پلازمینه ((خرطوم)) کې مصری استخباراتی ادارې ته سپارلی.په ورته مهال راپورونه وایی، چې د اخوان المسلمین ګوند ویاند ((هشام نورالدین عبدالله)) چې له ۲۰۱۳ م کال راهیسې په سوډان کې اوسېده او له رسنیو سره به یې د یاد ګوند په استازیتوب خبرې کولې ترکیې ته د تګ پرمهال ورک شوی دی.د اخوان المسلمین ګوند سرچینو د سوډان په حکومت تور لګولی، چې هغه یې په پټه توګه مصری استخباراتو ته سپارلی دی.باید وویل شی چې تر دې دمه مصری چارواکو په دې هکله څه نه دی ویلی؛ خو د سوډانی حکومت یو شمېر سرچینې تائیدوی چې دغه کسان یې مصر ته تسلیم کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید