روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سوله یوازې زموږ غوښتنه نه بلکې مهم لومړیتوب دی

د افغانستان داسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په ګډون د آسیا زړه ـ استانبول پروسې نهم کنفرانس ((د سولې او انکشاف لپاره د اجماع پیاوړتیا)) تر سرلیک لاندې د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې ترسره شو.  په دې کنفرانس کې پر جمهوررییس غنی سربېره، د تاجیکستان جمهوررییس امام علی رحمان او د ګډون کوونکو هېوادونو او بین المللی سازمانونو استازو هم حضور درلود.لومړی جمهوررییس امام علی رحمان جمهوررییس غنی او نورو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ تل د افغانستان د سولې او ثبات پلویان یو. په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت د افغانستان له سولې او ثبات سره تړلی دی.د تاجیکستان جمهوررییس وویل: افغانان چې له کومې تحمیلی جګړې ،چې عامل یې بېرونۍ مداخلې دی هره ورځ ځورېږی، په اړه یې موږ اندېښمن یو او د سیمې هېوادونه باید په تحمیل شویو ستونزو کې افغانستان یوازې پرې نه ږدې.هغه دې ته په اشارې چې ګډ دودیز سرحدونه د سیمې هېوادونه سره نښلوی وویل: موږ هوډ لرو چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د خپلو همکاریو کیفیت پیاوړی کړو.جمهوررییس رحمان په افغانستان کې د سوداګرۍ او ترانزیټ له ودې سره خپله همکاری وښوده او وې ویل: تاجیکستان تیار دی چې په مختلفو برخو کې افغان متخصصین وروزی.د جمهوررییس غنی په وینا کې د یاد کنفرانس د کوربه توب له امله جمهوررییس امام علی رحمان، وزیرانو او د ګډون کوونکو پلاویو رییسانو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د افغانستان او تاجیکستان مناسبات د ګډو ګټو او متقابل احترام او باور پر اساس رامنځته شوی او له ملاتړ، مېلمه پالنې او د افتخاری دوکتورا له ورکړې یې مننه وکړه.جمهوررییس زیاته کړه: د متقابلو همکاریو د بېلګې په توګه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سرحدونه باید د همکاریو په پرانیستو پولو بدل شی او زموږ طرحې باید د دواړو هېوادونو او د سیمې د خلکو د هوساینې او ارامۍ لامل شی.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: افغانستان د آسیا څلور لارې او د دې قارې د مخامخېدو د ځای په توګه خپل رول لوبوی. هغه همداراز د ترورېزم، نېشه یی توکو او د ژوند چاپېریال د تغییراتو د ستونزو یادونه وکړه او وې ویل: موږ باید ګډه هڅه وکړو ،چې د سیمې د هېوادونو د خلکو مناسبات تر پخوا لا زیات پیاوړی شی .جمهوررییس وویل: د افغانستان دولت تیار دی، چې د سیمه ییزو پروژو په ترسره کېدو او عملی کېدو کې همکاری وکړی او د خدای (ج) په مرسته پر ترورېزم بریالی کېږو او باعزته او تلپاتې سولې او ثبات ته به ورسېږو.جمهوررییس غنی د افغانستان سولې ته د جهت ورکولو لپاره د سیمې هېوادونو، شریکانو او بین المللی سازمانونو د هڅو مننه وکړه او وې ویل: په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د ټولو لپاره د اکسیجن هومره مهم دی.جمهوررییس غنی دې ته په اشارې ،چې سوله نه یوازې غوښتنه، بلکې زموږ د خلکو مهمه اړتیا ده او زموږ د حکومت له پیله لومړیتوب لری وویل: زموږ خلکو له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې خپل د سولې حق نه دی ترلاسه کړی.ده زیاته کړه: زه نشم کولی د خپلو خلکو او د خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو درد او ځور ،چې هره ورځ د وطن لپاره قربانی ورکوی، په کلمو کې بیان کړم. د جګړې او تاوتریخوالی دوام زموږ د ګټو پر ضد دی او باید پای ته ورسېږی.جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: افغانان خپلې راتلونکی ته هیلې لری، موږ خپلې هیلې له لاسه نه ورکوو او دا چې د افغانستان حکومت او بین المللی شریکان د سولې په برخه کې ګډ لیدلوری لری، په افغانستان کې سوله او ثبات تامینېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید