روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سورصلیب: افغانستان د ملکی وګړو لپاره د نړۍ تر ټولو مرګونی هېواد دی

 د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی د دوی معلومات ښیی ،چې د دې هېواد نیمایی نفوس او ملکی وګړی په داسې سیمو کې ژوند کوی، چې د جګړو او نښتو تر مستقیم اغېز لاندې دی.سرچینې ویلی ،چې شاوخوا ۱۷ میلیونه ملکی وګړی اوس په افغانستان په یوه ډول نه یو ډول د جګړو له امله په اغېزمنو سیمو کې اوسی.سور صلیب داسې مهال افغانستان د ملکی وګړو لپاره تر ټولو خونړی ځای بولی، چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې روانې جګړې د ملکی وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ بللی دی.څو ورځې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو هم ویلی وو، چې افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی.دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې عام افغانان، نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه په افغانستان کې له ښکېلو لورو د تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه کوی، خو د سولې له خبرو سره هم مهاله هم جګړې نه دی کمې شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید