د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په قطر کې د افغانستان د اسلامی امارت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له ځانګړی استازی سره کتلی دی.
د ښاغلی شاهین او فرانسوی استازی لیدنه د وری ۲۸ تمه د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې ده.په دغه کتنه کې د دوه اړخیزه اړیکو تر څنګ پر بشری مرستو او د نېشه یی توکو د کښت او قاچاق په اړه هم خبرې شوې دی.ښاغلی شاهین په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلی: په دې لیدنه کې پر بشردوستانه مرستو او د نېشه یی توکو د کښت او قاچاق په تړاو پر وروستۍ پرېکړه خبرې شوې دی.نوموړی زیاته کړې چې په دې لیدنه کې همدا راز د کروندګرو لپاره د نېشه یی توکو د کښت پر بدیل هم بحثونه شوی او فرانسې د مرستې ډاډ ورکړی دی.په لیدنه کې دغه راز د زده کړو پر روان بهیر او د افغانستان پر وضعیت هم بحثونه شوی.فرانسې ویلی ،چې دوی په روان بشری ناورین کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د اړمنو لاسنیوی به کوی.