روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سهار مهال مېوې خوړل وزن کموی

متخصصین وایی :که غواړئ مناسب او ښکلی اندام ولرئ سهار مهال یوازې مېوه وخورئ او تر غرمې بل څه مه خورئ. د دغه رژیم لپاره تر ټولو غوره مېوه د الوبالو ډولونه، ناک او نورې تازه مېوې دی.که سهار مهال د نورو خوړو پر ځای له لیمو سره یوځای د مېوې خوړل پېل کړئ، نو وبه ګورئ چې د بدن اضافی وازګې مو په ویلی کېدو پیل کوی. دا چاره مو پر دې سر بېره چې اندام ښکلی کوی، ورزش کولو ته مو لېوالتیا هم ډېروی.په سهار کې د مېوې او لیمو خوړل هغه وېټامینونه او فلزات پوره کوی چې په بدن کې د سلولونو د جوړولو دنده لری. یو څه ته مو باید پام وی ،چې د لیمو په خوړلو کې اعتدال په پام کې ونیسئ.د مېوې خوړل ځکه ګټور دی، چې غوړ نه لری، خواږه په کې کم دی او د بدن اضافی وازګې له منځه وړی.مېوې د بدن په جوړېدو، کلکېدو او اوبدلو کې مهمه ونډ لری، پر دې سربېره د بېلابېلو ناروغیو مخه هم نیسی. ډېر کسان د دې لپاره چې وزن یې کم شی ډول ډول درمل کاروی، چې ډېر کله جانبی ستونزې پیدا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید