روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سل زره کسیز اردو جوړوو

د ملی دفاع وزارت ویاند وایی، چې د سل زره کسیز اردو د جوړېدو ۸۰ سلنه چارې مخته تللی دی.د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمی رسنیو ته ویلی، چې د سل زره کسیز ملی اردو د جوړیدو کارونه روان دی او په نوی اردو کې لومړیتوب د اسلامی امارت ځواکونو ته ورکول کېږی. نوموړی زیاته کړې، چې نوملیکنه روانه ده او تر دې دمه د ملی اردو د ایجاد ۸۰ سلنه کارونه مخته تللی ، چې ډېر ژر به بشپړ شی.خوارزمی ویلی ،چې د ملی دفاع وزارت د اردو د تشکیل لپاره تازه یوه شل کسیزه کمېټه ګمارلې ده او دغه کمېټه د تشکیلاتو اړوند وروستی تصمیم نیسی.د ملی دفاع وزارت همدا راز ویلی ، چې د تېر رژیم  کارکوونکو او نظامیانو دملی په دفاع په وزارت او قول اردو‌ګانو کې یو ځل بیا پر کار پیل کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید