روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سعودی عربستان د ارجنټاین پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه

سعودی عربستان د قطر په کوربه‌توب د لیونل مسی په شتون کې د ارجنټاین پیاوړې لوبډلې ته دوه د صفر په پایلې سره ماتې ورکړه.د یادې لوبې په لومړۍ نیمایی کې لیونل مسی د سیالۍ په لسمه دقیقه کې د سعودی عربستان لوبډلې دروازه پرانیستله او په همدې یوه ګول د لوبې لومړۍ نیمایی پای ته ورسېده.د سیالۍ په دویمه نیمایی کې سعودی عربستان ښکلې لوبه پیل کړه او دوه ګولونه یې وکړل.د لوبې له وروستیو شېبو دواړو لوبډلو د ګول وهنې هڅې وکړې، خو بریالی نه‌شول او یاده سیالی ۲ـ۱ د سعودی عربستان په بریا پای ته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید