روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سرور دانش: خبریالان د ټولنې غوږ، سترګې او ژبه دی

د جمهوری ریاست دویم مرستیال سرور دانش پرون د خبریالانو د ملی ورځې د نمانځنې  په مراسمو کې وویل چې خبریالان د ټولنې غوږ، سترګې او ژبه دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وړاندیز له مخې، د کب د میاشتې ٢٧ مه د خبریالانو د ملی ورځې په نامه د هېواد په کالنۍ کې لیکل شوې ده. په هغې غونډه کې چې له همدې امله د حکومت درسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، استاد سرور دانش وینا وکړه او ویې ویل چې په هېواد کې د بیان آزادۍ دومره جدی ده چې ټول باید ورته پاملرنه وکړی.

وروسته د اطلاعاتو اوفرهنک وزارت د خپرونو چارو معیـین فاضل سانچارکی  د موضوع په باب خبرې وکړې او ویې ویل: د کب د میاشتې ٢٧ مه، د رسنیو د بریالیتوبونو، د خبریالانو د حقوقو او د رسانه یی شهیدانو د درناوی او ملاتړ په خاطر  د خبریالانو د ملی ورځې په نامه نومول شوې ده.

ده زیاته کړه چې په تېرو ١٨ کلونوکې سختې لارې یې وهلې او داسې ځاى ته رسېدلی چې د کب د میاشتې٢٧ مه د خبریالانو دملی ورځې په توګه ونمانځل شی.

په دې غونډه کې د خبریالانو د مرکز اجرائیوی رییس احمد قریشی، د خبریالۍ د بنسټونو د فدراسیون استازی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشی ځانګړی استازی تادامیچی یاماموتو، په کابل کې د انګلستان سفیر او د خبریال د رقابتی پروګرام د داورانو پلاوی پروېز کاوه هم خبرې وکړې.

د غونډې په پاى کې لسو خبریالانو ته ستاین لیکونه ورکړ شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید