روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سبزی او میوې د بندونو درد کموی

د میوې، سبزی او دالونو روزمره خوراک د بندونو سخت درد تر ډېره حده کموی، کله چې څوک په ګوټ (نقرص) ناروغتیا اخته وی، نو د هغو د پښو او لاسونو په بندونو کې سخت درد او سوزیدل وی ، خو که زیاته سبزی وخوړل شی دا درد یې کمېدلی شی.

د مفصلونو پاړسوب دا یوه خودمختاره ناروغی ده، چې د انسان په جسم کې د دې پر ضد دفاعی سیستم په اتومات ډول جوړیږی او دا ناروغی له منځه وړی، خو په ۱۰۰ کسانو کې ۱ یې د ټول عمر لپاره د دې ناروغۍ تر اثر لاندې راځی ، خو یوه نظریه دا هم ده که څوک مناسب خوراک وکړی ، نو د وینې جریان نارمل او غذایی مواد پوره هډوکی او د بدن نورو برخو ته رسېږی او د مفصلونو پړسوب او درد له منځه ځی.

په ۲۰۱۵ کې څېړنه خپره شوه په دې کې هغو ناروغانو، چې د جوړو او بندونو درد لرلو د دوه میاشتو لپاره یې پرې سبزی او دالونه وخوړل ، خو په دوهم ګروپ ناروغانو یې بیا غوښه او نور غذایی مواد وخوړل چې دوه میاشتی وروسته هغه ډله چې سبزی او دالونه یې خوړلی وو د جوړو او بندونو درد یې نسبت هغو ته چې غوښه یې خوړله کم وو.

د میوو او سبزیو خوراک کې فایبر ډیر دى نو همدا علت دى چې د درد شدت کموی، په دې نږدې وختونو کې داسې وړې او غټې څېړنې ښیی ،چې د مېوې، سبزی او دالونو خوراک د ګوټ یا د بندونو د پاړسوب ناروغی له منځه وړی یا ډیره فایده ورته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید