د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د خلکو د عامه پوهاوی لوړولو او چاپېریالی تبلیغاتو لپاره د روان کال د لړم په ۱۲مه د مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې د حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او عزیزی بانک سره د ګډې همکارۍ په تړاو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
په دغه کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسلکی معیین، انجنیر عزت الله صدیقی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معیین سید فضل آقا سانچارکی، د حج او اوقافو وزارت معیین تاج محمد مجاهد او د عزیزی بانک رییس محمد سالم امید او د یادو ادارو رییسانو ګډون کړی و.
ښاغلی صدیقی د عامه پوهاوی د کچې په لوړېدو او په چاپېریالی تبلیغاتو کې د دولتی او غیر دولتی بنسټونو، مدنی ټولنو، علماى کرامو، روحانیونو او خصوصی سکتور دخیلېدو کې د دې هوکړه لیکونو لاسلیکېدل اغېزمن وبلل او ویې ویل: د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوی، د ژوند بڼو د ارزښت او ساتنې، له ښکار څخه مخنیوی او د اقلیمی بدلون سره د سازښت لپاره اړتیا ده، چې په ګډه کار وکړو.
ښاغلی صدیقی ټینګار وکړ، چې په چاپېریالی موضوعاتوکې د عامه پوهاوی کموالى جدی ستونزه ده او په دې برخه کې د ټولو دولتی او خصوصی ادارو ګډون او برخه اخیستلو موخه د خلکو د عامه پوهاوی لوړول دی؛ نو د لا ډېرې همغږۍ او د دې همکاریو د قانونی کېدو په موخه موږ دا هوکړه لیکونه د اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو وزارتونو او عزیزی بانک سره لاسلیک کړل.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین فاضل آقا سانچارکی د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال وویل: د خصوصی رسنیو د مقررې پر اساس، رسنۍ مکلفې دی چې د خپلو خپرونو یوه برخه مهمو ملی موضوعاتو ته ځانګړې کړی. موږ به د اطلاعاتو د مسوول په توګه د چاپېریال ساتنې اړوند موضوعات د دولتی رسنیو له لارې د خصوصی رسنیو سره په همغږۍ په ۳۴ ولایتونو کې خپاره کړو.
د حج او اوقافو وزارت معیین تاج محمد مجاهد ژمنه وکړه، چې د علمای کرامو، د جوماتونو او تکایایو ملاامامانو او خطیبانو په همکارۍ به د برنامو او تبلیغونو له لارې د چاپېریال ساتنې اړوند موضوعات خلکو ته ور ورسوو.
د عزیزی بانک رییس محمد سالم امید وویل: موږ په تېرو پنځو کلونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه برنامې لرلې او یو ځلې بیا ژمنه کوو چې د چاپېریال ساتنې په تړاو به د خلکو عامه پوهاوی لوړولو ته د چاپېریال ساتنې ملی ادارې په همغږۍ ځانګړې پاملرنه کوو.