روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زیتون غوړی مو بدن له ډېرو ناروغو ژغوری

زیتون غوړی کلسترول نه پیدا کوی،بلکې د انسان د بدن کلسترول کنټرولوی. د زیتون غوړی ۶اومیګا لری. هغه ناروغان چې د شکر او د وینې د رګونو د کلکېدو ناروغی لری، هغوی باید هر ورځ حد اقل ۳۰سلنه له شحمی تېزابو استفاده وکړی. نننۍ څېړنو دا څرګنده کړې ، چې هر هغه څوک چې په ورځ کې دوه قاشقې (۲۵میلی لیتره) زیتون وخوری مضره کلسترول یې له منځه وړی او انټی اوکسیدانټونه یې زیاتوی.

د زیتون په واسطه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی

د ارشیف داخلی طب دا څرګنده کړې، هغه ښځې چې له زیتونه استفاده کوی د سرطان له ناروغۍ به ژغورل کېږی. د K,E,D,A شحمی ویټامینونه په زیتون کې موجود دی، چې د انسان د بدن هډوکی د تکثر په موده کې دغو ویتامینونو ته زیات ضرورت لری.

د زیتون غوړی د پوخمنګو په بدن کې په آسانۍ سره جذبېږی. د ځینو منرالونو جذبېدل لکه کلسیم د وېټاوینونو په استفادې سره کومک کوی او د کلسیم له ضایع کېدو مخنیوی کوی. نو زیتون د انسان د بدن په اسکلټ کې مهم رول لوبوی.د زیتون ویټامینونه د انسان د بدن په حجراتو مثبتې اغېزې لری، نو مثبتې اغېزې د انسان په جلد له زوړوالی مخنیوی کوی . په زیتون کې ډېر مقدار انتی اوکسېدانتونه مو جود دی، چې د دې موادو دنده دا ده چې د انسان په بدن کې کوم زهر دبدن اعضاوې تخریبوی نو د همدې موادو په واسطه بدن له تخریبه ژغورل کېږی. په زیتون کې د ای ویټامین هم د حجراتو له تخریبه مخنیوی کوی.

شپږ غذایی اومیګا د ماشومانو د ښه صحت لپاره مهم رول لوبوی. انتی اوکسدانت د ماشوم صحت له تخریبه ژغوری. د زیتون شحمی اسیدونه د هورمونونو او د حجروی غشا په جوړښت کې مهمه دنده ادا کوی. هغه ماشومان چې شیدې روی،دشیدو په نه شتوالی کې د زیتون له غوړیو استفاده کولی شی، ځکه چې د زیتون غوړی یو څه غیر مشبوع مواد لری، لکه شیدې. هغه میندې چې شیدې یې کمې وی یا هېڅ نه وی، نو د غوایی له شیدو نه دې غوړ لرې کړی او د زیتون له غوړیو سره دې یوځای کړی او ماشوم ته دې ورکړی،نو له همدې امله د زیتون غوړی د ماشوم لپاره ښه غذایی منبع هم ده.  دوینې د فشار کمېدل :

د ارشیف داخلی طب په ۲۰۰۰ م کال کې کشف کړی و، چې هر هغه څوک چې د زیتون له پاڼو استفاده کوی د وینې فشار یې کمېږی.

د بدن د داخلی اعضاوو لپاره د زیتون ګټې:  د زیتون غوړی د معدې د ناروغۍ لپاره لکه د معدې زخم، تیزابو نه مخنیوی کوی. د صفرا کیفیت زیاتوی او د صفرا تږی مخنیوی کوی. همدارنګه د شکر ناروغۍ لپاره د بدن ګلوکوز کنټرولوی او د دماغ پر شیرانونو مثبتې اغېزې لری.

څرنګه چې پوهانو څرګنده کړې، چې زیتون یو غذایی منبع هم ده. موږ باید هره ورځ له زیتونه استفاده وکړو څو خپل بدن له هرې ناروغۍ وژغورو.

ممکن است شما دوست داشته باشید