د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
حمادافغان شېرزاد
افغانستان د آسیا په یو ستراتیژیک موقعیت کې پروت هیواد دی او له کلونو راپه دې خوا دا د امن او د ښکلاګانو هیواد د بدبختیو، بدبینیو او جګړو ښکار شوی، دا وطن چې په ښکلا او زرخېزۍ کې مثال نه لری، همداسې د اسلام او اسلامی نظام په پلی کولو کې هم له هر چا مخکې دی، غلامی او پردۍ واکمنی نه منی او تل غواړی چې خپلواک او د اسلامی نظام تر چتر لاندې ژوند وکړی، خو بل طرف ته بیا بدرنګ نړېوال نه غواړی ،چې دا سیمه دې، د ښکلا تر څنګ په اسلام هم آباده وی. له همدې امله هر وخت پر دې خاوره نوی نوی یرغلونه راځی؛ خو د الله په ځانګړی نصرت او د افغان مېړنی ولس په قربانیو هر وخت پردی یرغلګر دلته مات او ذلیل شوی دی. همدا لس میاشتې مخکې هم د نړۍ یو بل ابر قدرت او د ټیکنالوژۍ خاوند هیواد امریکا هم دلته زېر او زبر شو، تاریخی ماتې یې وخوړه او موږ بیا خپلواک شو.
موږ هغه وخت لا واړه وو، چې په ګران هېواد افغانستان کې مو خپلواک او سوچه اسلامی نظام نافذ و، په ډېر څه نه پوهېدو، خو دا مو تر سترګو او غوږونو شوی وو ،چې امن و، سکون و، د آرامۍ او مینې فضاء وه او د وخت په تېرېدو سره مو دا معاصر تاریخ په خپله هم ولوستل، ارمان مو وو، چې ربه بیا هغه عمری دوران او حکومت راولې، کوم ،چې زموږ په ماشومتوب کې تېر شوی، د دې خپلواک نظام لپاره افغان ولس بې دریغه قربانی ورکړه، ولسونو د خپل استقلال ګټلو لپاره دښمنانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، خپل کلی او کورونه ترې پاتې شول، بمبار شول، په چاپو کې په شهادت ورسېدل، زندانونو کې تر شکنجو لاندې یې سختې او ترخې تیرې کړې؛ خو بالاخره بیا یې دا افتخار او ویاړ تر لاسه کړ، چې مغرور او پرمختللی کفر یې راوپرځاوه، پر ګونډو یې کړ او له دې ځایه یې په ذلیلانه توګه وویستل او په نتیجه کې خپلواک اسلامی افغانستان ترلاسه شو. الحمدلله.
دا چې افغانستان مو اوس بیا خپلواک شوی او اسلامی نظام پکې نافذ دی، نو د سیمې او نړۍ ټول دښمنان هڅې کوی، چې څنګه افغانان له دې قېمت بها امن او آرامې فضاء بې برخې کړی، سیاسی او اقتصادی ستونزې راته جوړې کړی او بیا مو د بدبختیو او بدبینیو لمنې ته ورټېل وهی. په همدې اساس د خپلواک اسلامی افغانستان د ساتلو، رفاه او پرمختګ ورکولو د ستونزو هوارولو، ذهنیت بدلولو او هره ورځ د افغان نوی دولت د نویو پرمختګونو په لټه هر افغان مکلف دی، چې خپل هیواد او خلک بیا له هرې بلا وژغوری.
د خپلواک اسلامی نظام په برکت نن په ټول افغانستان کې مثالی امن قائم دی، هغه وخت چې د ورځې به په سلګونو افغانانوخپل وژوند له لاسه ورکاوه، اوس د نشت په حساب دی، هغه مهال چې ولس د بمبارونو او چاپو له امله په کلیو او قریو کې؛ حتی په ښارونو کې خوب نشوای کولای او بې قراره وه، نن الحمدلله هېڅ اندېښنه نشته، بلکې هر طرف ته داسې امن دی، چې د نړۍ په بل یو ځای کې هم نشته؛ نو راځئ د دې نظام ملاتړ وکړو، د رفاه او پرمختګ لپاره یې لاس په کار شو، دښمنان پرې نږدو چې دسیسې جوړې کړی، دلته امن اخلال کړی، فساد رامنځته کړی او بیا مو له دې آزادۍ محروم کړی. راځئ یو بل ته لاس ورکړو، یو بل وزغمو، له پېغورونو تېر او په صادقانه توګه نور د مظلوم او کړېدلی ملت لپاره اساسی ګامونه پورته کړو.
د افغانستان زیاته برخه ماشومان او تنکی زلمیان له علم، تعلیم او زده کړو بې برخې پاتې شوی، نن باید له ټولو مخکې ورته د تعلیم زمینه مساعده کړو، چې پر دینی او عصری زده کړو مو خپلواک نظام مخته ځی، پرمختګ کوی، د پردیو له احتیاجاتو مو خلاصوی او په هره برخه کې مو خود کفاء کوی.