د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
داسې ښکاری چې په اوکراین کې د تلوېزیون کمېډین ولودیمر زلنسکی چې په سیاست کې لږه تجربه لری، د جمهوری ریاست په ټاکنو کې د پخوانی ولسمشر پترو پروشنکو پر وړاندې د پام وړ بریا خپله کړی .دا پهداسې حال کې ده چې اوکراین له اقتصادی بحران سره مبارزه کوی او د کرېمیا پر سر له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره په جګړه کې ښکېل دى.تر پرون پورې د جمهوری ریاست د دوهم پړاو ټاکنو د ۲،٧٣ سلنه شمېرل شویو رایو له مخې، زلنسکی څه باندې ۷۳ سلنه او پروشنکو څه کم ۲۵ سلنه رایې ګټلې دی.