روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زلنسکی له پوتین سره پر ځینو اړیکو لرونکو کسانو د بندیزونو فرمان لاسلیک کړ

د اوکراین ولسمشر پر هغو یو شمېر پانګه‌والو او سیاستوالو د بندیزونو فرمان لاسلیک کړ ، چې د روسیې له ولسمشر سره اړیکه لری.دا فرمان وړمه ورځ د ولسمشر ولادیمیر زلنسکی له‌خوا یوه ورځ وروسته تر دې لاسلیک شو، چې د اوکراین د ملی امنیت شورا په اتو کسانو او ۱۹ شرکتونو بندیزونه ولګول.ځینی دغه کسان د روسیې اتباع دی.په کیف کې د امریکا سفارت ویلی: د حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې د اوکراین له هڅو ملاتړ کوی.په هغو کسانو کې چې بندیز پرې لګېدلی ویکتور مدودچوک (Viktor Medvedchuk) او مېرمن‌یې هم شامل دی.په راپورونو کې راغلی، مدودچوک د هغې پروژې کنټرول په لاس کې لری، چې په نل‌لیکه کې د روسیې نفتی مواد اروپا ته انتقالوی.ویکتور مدودچوک وړمه ورځ دغه بندیزونه ناقانونه وبلل

ممکن است شما دوست داشته باشید