روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زلمى خلیلزاد او په افغانستان کې یې نوى احتمالی ماموریت

زلمى خلیلزاد د افغانستان او امریکا په اړیکو کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راپه دې خوا مهمه څېره ده. تېره اوونۍ د رویټرز خبری آژانس په رپوټ کې د دوو امریکایی چارواکو له قوله ویل شوی وو ،چې ښایی امریکا به زلمى خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړى استازى وګوماری. د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد د ټاکلو اوازې داسې مهال خپرېږی چې د غزنی له جګړې را وروسته د کابل ـ اسلام آباد اړیکې د باور جوړونې له ډېرو هڅو سره سره، یو ځل بیا د بې‌باورۍ او ترینګلتیا پر پوله ولاړې دی، د سولې خبرې که څه هم تر بل هر وخت ډېرې شوې ، خو راتلونکى یې مبهم دی او په افغانستان کې روان امنیتی وضعیت ته په کتو د امریکا د جګړې د تګلارې په اړه هم له خلکو سره مختلفې پوښتنې را پیدا شوې دی.دا چې زلمى خلیلزاد له افغانستانه تر سپېنې ماڼۍ څنګه ورسېد، کوم لاملونه دی چې ښایی اوسمهال د ډونالډ ټرمپ له لوری خلیلزاد د امریکا د ځانګړی استازی په توګه وګومارل شی او افغانستان ته به د زلمی خلیلزاد راتګ د هېواد پر روان وضعیت څه اغېزې ولری؟ هغه پوښتنې دی چې دلته مو بحث پرې کړى.

خلیلزاد؛ له افغانستانه تر سپینې ماڼۍ:

افغانی الاصله امریکایى، زلمى خلیلزاد د افغانستان په بلخ کې زېږېدلى او پلار یې د لغمان ولایت له پښتنو څخه دى. خلیلزاد په ځوانۍ کې امریکا ته کډوال شوى او وروسته یې د همدغه هېواد تابعیت تر لاسه کړى دى. نوموړی د لبنان په امریکایی پوهنتون بیروت کې د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې او همدارنګه په امریکا کې د شیکاګو په پوهنتون کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دی.

خلیلزاد له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راپه دې خوا په امریکا کې له مختلفو حکومتونو سره په بېلابېلو څوکیو دندې ترسره کړې او په دغه هېواد کې د جمهوری غوښتونکو د بهرنی سیاست د داخلی کړۍ مهم کس ګڼل کېږی. دغه افغانی الاصله امریکایی چارواکى په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانستان ته د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په تړاو مهم رول درلود او د امریکا له پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره یې افغانستان ته دنړیوالو سوله ساتو ځواکونو د راتګ په پلان کې پوره همکاری درلوده، چې په پایله کې امریکا د القاعدې د ځپلو او طالبانو د رژیم د ړنګولو په موخه، افغانستان ته راغلل .

زلمی خلیلزاد له ۲۰۰۱م کال وروسته په افغانستان کې د نوی نظام په رامنځته کولو کې مهم رول درلود، ځکه نوموړى د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاستونو مهمه څېره ده. خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵م کال پورې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده. دغه مهال نوموړی د افغانستان د اساسی قانون په مسوده کې مرسته وکړه او د حامد کرزی په مشرۍ د حکومت د ټینګښت په برخه کې یې هم د پام وړ رول درلود.

زلمی خلیلزاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ م کاله پورې په عراق او له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوی ماموریت:

په افغانستان کې د امریکا د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد د ګومارنې اوازې داسې مهال خپرېږی، چې خپله امریکایی پوځی قوماندانان په افغانستان کې د امریکا په روانه جګړه کې بن‌بست منی او په ټوله کې د امریکا حکومت هم دا درک کړې چې د پوځی فشارونو له لارې افغان جګړه نه شی ګټلى؛ ځکه یې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لار غوره کړې ده.

په افغانستان کې دامریکا جګړه په سخت حالت کې له بوش او اوباما څخه ډونالډ ټرمپ ته په میراث پاتې شوه. ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امریکا پر تګلاره ډېرې نیوکې کولې؛ خو نوموړی سپنې ماڼۍ ته تر راتګ وروسته، د همدې جګړې پر دوام ټینګار وکړ.

ډونالډ ټرمپ له نن څخه پوره یو کال وړاندې، د ۲۰۱۷م کال د اګېسټ په ۲۲مه د افغانستان او سویلی آسیا په اړه خپله تګلاره اعلام کړه. د دغې تګلارې له مخې د جګړې پر دوام ټینګار وشو او ټرمپ هڅه وکړه چې د سرتېر د زیاتوالی له لارې افغان جګړه وګټی؛ خو د یو کال په تېرېدو سره په د افغانستان امنیتی وضعیت د تېر په پرتله هومره ښه نه دی.

په بل اړخ کې د ټرمپ د تګلارې له کبله نه یوازې دا چې د هېواد دننه جګړې ضد روحیه نوره هم پیاوړې شوه، بلکې په سیمه­ییزه کچه هم د یو شمېر هېوادونو لکه: چین، روسیې، ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا هېوادونو اندېښنې را وپارېدې او ځینو یې له طالبانو سره اړیکې زیاتې کړې.

همدې وضعیت ته په کتلو سره، امریکا هڅه کوی چې په افغانستان کې د جګړې له روان بن‌دوبسته ځان وباسی. دا چې زلمى خلیلزاد له یوې خوا یو افغانی الاصله امریکایی سیاستمدار دی او نوموړى د افغانی کلتور، ټولنیز ژوند، ژبو او سیاست په باب پوره معلومات لری او په بل اړخ کې د افغانستان په تړاو له څلورو امریکایی ادارو سره د کار کولو او سلا مشورو په برخه کې د پام وړ تجربه لری، داسې انګېرل کېږی چې ښایی همدې ته په کتلو سره امریکا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد ګومارلو ته زړه ښه کړى وی.

راتلونکې سناریو:

افغان ـ پاک اړیکې: زلمى خلیلزاد تل د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کوی. خلیلزاد په دې باور دى، چې د افغان دولت پر وړاندې ټولې جنګېدونکې ډلې، له ځان سره د پاکستان ملاتړ لری. نوموړی دوه کاله وړاندې له بی بی سی سره په مرکه کې ویلی وو ((پاکستان د ترهګرو پلوی کوی او امریکا باید پر دغه هېواد خپلې پوځی او مالی مرستې بندې کړی، چې اړ شی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلی.))

د زلمی خلیلزاد په راتګ سره ښایی نوموړى پر پاکستان د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د فشارونو د زیاتولو په موخه هڅه وکړی چې له امله به یې پاکستان تر خپل واک لاندې خاوره کې د افغان دولت پر مخالفو ډلو فشار راوړلو ته اړ شی او پر خپل ځان به د نړیوالو فشارونو د را کمولو په موخه له کابل سره د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړی.

سیاسی اېتلافونه: زلمى خلیلزاد هغه څوک دی چې له ۲۰۰۱م کال وروسته یې په افغانستان کې د مرکزی حکومت د ټینګښت په برخه کې مهم رول درلود. نوموړی هغه مهال په هېواد کې د ځینو هغو ځواکمنو افرادو او جریانونو په کمزوری کولو کې رول درلود، چې په خپلو سیمو کې یې د قدرت جزیرې جوړې کړې وې او په مرکزی حکومت کې یې د زیات قدرت ترلاسه کولو هیله درلوده.په اوس مهال کې یو ځل بیا افغانستان همداسې څه ته سخته اړتیا لری، له تېرو دوو کلونو را په دې خوا په مختلفو نومونو د حکومت ضد اېتلافونه جوړېږی. دغو اېتلافونو په دې وروستیو کې حکومت ته لوى سرخوږى جوړ کړى او د ټاکنو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړى دى. دوی هڅه کوی چې د مرکزی حکومت پر ځای د لویې جرګې په رابللو سره موقتی نظام رامنځته کړی. په دغه وضعیت کې د زلمی خلیلزاد له راتګ سره، ښایی د حکومت ضد اېتلافونه کم رنګه او مرکزی حکومت بېرته ساه واخلی.

که تېرو څو کلونو ته ځیر شو، د ملی یووالی حکومت په دوره کې د سیاسی اختلافونو پر مهال، زلمی خلیلزاد تل د مرکزی حکومت ملاتړ کړى. د ولسمشر غنی او د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور ترمنځ د اختلاف پر مهال، زلمی خلیلزاد عطا محمد نور ته خبردارى ورکړ چې ((افغان حکومت او نړیوال شریکان یې د ده پر وړاندې صبر او حوصله نه لری او نه هم د یادې ستونزې دوام غواړی.)) نوموړی په کندهار کې د دغه ولایت د امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق د مرکزی حکومت ضد څرګندونو په باب هم ویلی وو ((که په کندهار کې د ملوک الطوایفۍ رامنځته کولو هڅه وشی، نو نړۍ به بې طرفه او غلې پاتې نه شی.)) له بلې خوا د ملی یووالی حکومت په راتګ سره په لومړیو څو ساعتونو کې له امریکا سره د امنیتی تړون لاسلیک کېدل، دغه راز د ولسمشر غنی له لوری د افغانستان په اړه د ټرمپ د پوځی تګلارې ملاتړ یې اغېزناکه بلل، ټول هغه څه دی، چې د ولسمشر غنی او د امریکا د حکومت ترمنځ نږدېوالى ښیی.

د پورتنیو لاملونو په نظر کې نیولو سره داسې تحلیلونه شته ، چې په اوسنی وخت کې د خلیلزاد ماموریت به په راروانو ټاکنو اغېزې ولری. اوسمهال سیاسی ګوندونو او پخوانیو زورواکانو راروانې پارلمانی ټاکنې تر یوه بریده ننګولې دی. په داسې حال کې چې د دغو ټاکنو ناکامېدل یا ځنډېدل به له یوې خوا په افغانستان کې د مشروعیت بحران لا ډېر ژور کړی او له بلې خوا به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر برخلیک هم اغېز وشندی؛ له همدې کبله د دغو ټاکنو نه کېدل یا ځنډېدل، نه افغان حکومت او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی. د خلیلزاد په راتګ سره به هڅه وشی، چې د راتلونکو پارلمانی ټاکنو پر وړاندې خنډونه له منځه لاړ شی. د دې ترڅنګ، داسې تحلیلونه هم شته چې نوموړى به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم د ولسمشر غنی د اوسنیو سیاسی مخالفینو او پخوانیو زورواکانو ملاتړ ونه کړی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

ممکن است شما دوست داشته باشید