روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زلزله ځپلو ته د اسلامی امارت رسیدګی وستایل شوه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی ټوبی لینزر پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو افغانانو ته د اسلامی امارت پر وخت رسیدګی ستایلې ده. ټوبی لینزر ویلی: اسلامی امارت د خوراکی توکو، درملو، امبولانسونو او نورو مرستو په رسولو کې د تېر حکومت په پرتله چټک اقدامات او هڅې ترسره کړې دی. له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر تر اوسه پورې، ګڼو هېوادونو مرستې کړی او یو شمېر نورو بنسټونو د مرستو ژمنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید