د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې وړمه ورځ زرګونه کسانو د تقاعدۍ په برخه کې د ځینو اصلاحاتو پر ضد مظاهره وکړه. دوی دا اصلاحات نهدی خوښ کړی.د روسیې د کمونېست ګوند مشر جینادی ژیوګانوف چې دا مظاهرې تنظیم کړې وې، په مسکو کې وویل، چې موږ د دغو سړی خوارو اصلاحاتو پر ضد سراسری مظاهرې ترسره کوو.په سن پټرزبورګ، یکاترینبورګ، نووسیبیرسک او ولادیوستوک ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دی.خو ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا پهدې وروستیو کې د ځینو امتیازونو د ورکړې اعلان کړی و.