روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زرګونو فلسطینیانو د مړو شویو کډوالو د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ

په زرګونو فلسطینیانو وړمه ورځ د لبنان په شمال کې د کډوالو د یوه کمپ د فوټبال په یوه کوچنی میدان کې په لسګونو هغو کډوالو ته دعا وکړه، چې تېره اوونۍ د سوریې سواحلو ته څېرمه د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوی وو.

د اسوشېټیډ پریس آژانس په حواله، د سوریې د طرطوس ساحلی ښار د یوه روغتون مشر ویلی، د دې پېښې د مړو شمېر ۸۹ تنو ته رسېدلی. د ده په وینا ۲۰ کسان بستر دی او ۶ کسان له روغتونه رخصت شوی دی.د لبنان پوځ اعلان وکړ، هغه کس یې نیولی چې ویل کېږی په کښتۍ کې دغه خطرناک سفر یې تنظیم کړی و. دا له ټولو خونړۍ پېښه ده، چې په نتیجه کې یې زیات شمېر لبنانیان، سوریایان او فلسطینیان چې هڅه یې کوله له لبنان ځانونه اروپا ته ورسوی پر یوه ځای مری.

ممکن است شما دوست داشته باشید