روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زرګونه روسی ځوانان د اوکراین جګړې ته چمتو شوی

په مسکو کې چارواکو له اوکراین سره د جګړې لپاره د جبری عسکرۍ بهیر پیل کړ. روسی چارواکی وایی،چې زرګونه روسان په رضاکاره ډول دغه عسکری خدمت ته چمتو شوی دی،خو واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی،چې په روسیه کې زرګونو کسانو ته د عسکری خدمت جلبونه استول شوی چې یو شمېر یې پوځی زده کړو ته معرفی شوی دی. د روسیې پوځ وایی: د عسکری خدمت له اعلان وروسته په ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰زره کسان خدمت ته اماده شوی، خو ځینې نور له روسیې وتلی چې دې جګړې ته وانه استول شی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د احتیاط ځواکونو د متحرک کولو فرمان خپور کړی. پوتین له هغه وروسته دا فرمان صادر کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید