د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغانستان دا ځل له امرىکا سره د پاکستان د هغو ژمنو په اړه په احتىاط خوشبىنی ښودلې، چې د افغانستان د سولې په اړهىې کړی.په اسلامآباد کې د افغانستان سفىر حضرت عمر زاخېلوال وایی: د پاکستانی او امرىکایی چارواکو ترمنځ د سې شنبې د ورځې لىدنه د افغانستان د سولې لپاره مهمه ده، خو د اسلاماباد له، خوا باىد پهدې برخه کې عملی اقدامات وشی.ښاغلی زاخېلوال زىاته کړه: (( هغه څه چې د خوشبىنۍ وړ دی، د افغانستان د سولې په اړه د امرىکا جدىت دى. په ځانګړې توګه دا مهال چې د امرىکا بېلا بېلې ادارې په همغږۍ په افغانستان کې د سولې په لټه دى. دا باىد زموږ لپاره هىله بخښونکی او د خوشبىنۍ وړ وی. دا چې د دې سفر نتىجه به څه وی؟ باىد محتاطانه خوشبىن واوسو.))د حضرت عمر زاخېلوال پر وىنا د امرىکا د متحدو اىالتونو د بېلابېلو ادارو ترمنځ د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې ډېرې همغږې شوې.نوموړى زىاتوی: ((کله چې ښاغلى خلىلزاد دلته راغى و، نو ىوازې نهو، له نوموړی پلاوی سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شامل و. دا د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو او دفاع په وزارتونو او د سپىنې ماڼۍ ترمنځ هماهنګی څرګندوی او ښیی، چې سوله د امرىکا لپاره مهم هدف دى، کله چې داسې څه وىنو، نو ډېر خوشبىن کېږو، چې که خداى کول دا هڅې او کوښښونه بهىې ىوه نتىجه ولری.))زلمى خلىلزاد چې د امرىکا د پخوانی ولسمشر جورج ډبلىو بوش په اداره کې په افغانستان کې د امرىکا د سفىر په توګه کار کړى، د پاکستان د سىاستونو سخت مخالف ګڼل کېږی.نوموړی ته اوس د امرىکا د حکومت په استازىتوب دنده سپارل شوې ، چې د پاکستان، افغانستان او سىمې له نورو هېوادونو سره کار وکړی ، چې طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدی.په امرىکا کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د نوې ادارې د پىل راهىسې د پاکستان او امرىکا اړىکې د افغانستان په جګړه کې د دې هېواد د رول له کبله ترىنګلې دی.ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امرىکا سره د همکارۍ په برخه کې پاکستان په چل ول ملامت کړى او له دې هېواد سرهىې د امرىکا پوځی مرستې ځنډولې دی.