روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زابل کې د ادا موسسې له لوری واکسیناتورانو ته موټر سایکلونه ورکړل شول

د زابل د  عامې روغتیا ریاست مسئولین وایی: لسګونه عرادې صفر کیلو متر هونډا موټر سایکلونه د ادا موسسې له لوری د زابل د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې هغو واکسیناتورانو ته ورکړل شول، چې لرې پرتو سیمو ته به یې د امکاناتو د نه موجودیت له امله واکسینونه نه شوای رسولای.د یاد ریاست مشر مولوی ګل محمد احمد وایی: د دغو موټر سایکلونو پر مټ به د پولیو واکسیناتوران وکولای شی،چې لرې پرتو سیمو کې تر هر کوره د پولیو واکسین ورسوی.دی وایی:لرې سیمو ته د روغتیایی خدمتونو د رسولو د امکاناتو غوښتنه یې څه موده وړاندې د ادا موسسې له مسئولینو کړې وه.

احمد زیاته کړه: ((خوشبختانه په دې اړه ادا موسسې زموږ غوښتنه ومنله. په دې سره به اوس هغه ستونزه حل شی،چې لرې سیمو ته به زموږ د نه رسېدنې له امله ګڼ ماشومان له  واکسینونو پاتې وو.))

په همدې حال کې د ادا موسسې د روغتیایی برخې مسئول ډاکټر صالح محمد وایی:دغه ګام یې د عامې روغتیا ریاست په غوښتنه پورته کړی،چې له  مخې به  یې هغو سیمو ته هم واکسین ورسېږی،چې وړاندې به د نه امکاناتو له امله د واکسین له کمپاینونو پاتې وې.

صالح محمد زیاته کړه: (( موږ دغه ګام وروسته له هغې پورته کړ،چې کله د عامې روغتیا مسئولینو  په دې برخه کې له موږ د مرستې غوښتنه وکړه. موږ هېله لرو،چې له یادو  موټرسایکلونو به د ستونزې د حل په برخه کې  ښه ګټه  واخیستل شی.)) اخوا یو شمېر  هغه واکسیناتوران،چې یاد موټر سایکلونه  یې تر لاسه کړی،خوښ دی او وایی، په دې سره به یې لری سیمو ته  د واکسین د نه رسېدو ستونزې حل شی.یو واکسیناتور وایی: (( موږ ډېر خوښ یو،په دې سره به زموږ چارې چټکې شی. موږ به له دې موټر سایکلونو د ښې ګټې اخیستنې په موخه ښه ساتنه وکړو.))

په زابل کې د ادا موسسې په هڅو او مالی لګښتونو لسګونو واکسیناتورانو ته پر داسې مهال لرې پرتو سیمو ته د واکسین رسولو په موخه موټر سایکلونه ورکول کېږی،چې دغې موسسې له دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو او نورو امکاناتو مرستې کړې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید