روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روژه هغه الهی تحفه ده چې زموږ د یوولسو میاشتو ستومانه معدې ته بیا ځواکمنتیا وربښی

د اسلام ستر پیغمبر ( ص ) فرمایلی دی : ژباړه روژه ونیسئ چې روغتیا ومومئ!

که څه هم دغه حدیث علماوود سند په لحاظ ضعیف ګڼلی، خو اسلام د ژوند داسې منلی نظام دی چې په هر حکم کې یې په سلګونو او زرګونو حکمتونه دی. څرنګه چې الله تعالی د روژې حکم کړی، تاکېد یې پرې کړی او د نورو عباداتو په پرتله یې اوچت مقام وربښلی، نو حتماً په روژه کې د ډېر اجر تر څنګ په سلګونو او زرګونو طبی او ټولنیزې ګټې هم خوندی دی، نو په دې اساس که احیاناً دا حدیث د نبی کریم صلی الله علیه وسلم له خولې مبارکې نه وی، بیا هم الفاظ، معنی او مفهوم یې بالکل صحیح دی.

څرنګه چې نن سبا زموږ اکثره خوراک څښاک غیر صحی دی، نو ځکه خو مو بدنونه هم له بې شمېره مؤذی او ناکاره مکروبونو هم ډک دی، معده مو د هر قسم ګډوډ، ناکاره، خیرن او ضرری خوراک له امله په یوه چټل لوښی بدله شوې، د کال یوولس میاشتې په دغې معده کې هر ډول خوراکونه غورځېږی؛ مهمات او ځواکمن توکی یې د بدن د نورو برخو د توانمندۍ لامل ګرځی، خو ناوړه توکی یې د بدن په شحمیاتو کې ځای نیسی چې بالاخره انسان له لویو لویو ناروغیو سره مخ کوی، نو روژه هغه الهی تحفه ده چې زموږ د یوولسو میاشتو ستړې، ستومانه او کارېدلې معدې ته یو ځل بیا قوت او ځواکمنتیا وربښی او د هاضمی په ټول سیستم کې یوه تازه ساه پو کوی. په روژه کې معده په بشپړه توګه صفا کېږی، له یوولسو میاشتو وروسته یو ځل بیا د آرام ساه اخلی او نوی ځواک مومی.

د روژې بله ګټه دا ده، چې د ځیګر یوه خاصه ناروغی چې زېړی یې بولی د روژې په نیولو سره له منځه ځی، ځکه چې دا ډول ناروغی زیاتره د ینې د ستړیا له کبله پیدا کېږی او د ینې د زیات کار کولو په وخت کې له وینې څخه د صفرا مواد نه جلا کېږی.

همدا راز روژه له ټول بدن څخه د مضرو مالیکولونو د تخلیې لامل ګرځی او د بدن عمومی التهاب کموی. د روژې دغه اغېزه د ګڼو ناروغیو د مخنیوی باعث کېږی. د روژې پر مهال کله چې انسان د انرژۍ لپاره د بدن له غوړیو (کلسترولو) کار اخلی، ګڼ نور مواد هم چې د بدن په غوړیو کې ذخیره شوی او د ناروغیو لامل کېږی، له بدن څخه خارجېږی. په دغو موادو کې د ښارونو د ککړې هوا مضرې ذرې هم شاملې دی چې د انسان په شحمی موادو کې یې ځای نیولی. د وازدې د لرې کولو پر مهال د بدن د وینې کلسټرول هم کمېږی او دا بدلون روغتیا ته ډېر ګټور دی . د روژې پر مهال په بدن کې د شحمی موادو (وازدې) استقلاب (سوخت و ساز) د روغتیا لپاره ګڼ ګټور بدلونونه لری. د وازدې استقلاب د کیتون په نوم داسې یوه ماده په وینه کې خوشې کوی چې د انسان مغز له هغې څخه د انرژۍ د تولید لپاره کار اخلی او د مغز ګټور خواړه دی.

بل دا چې د زیاترو ناروغیو لامل ډېر وزن ښودل شوی، چې د دغه رنځ درمل هم په روژه کې موجود دی.د روژې روغتیایی ګټې نورې هم ډېرې دی، چې د فشار او شکر په شمول ډېر تکالیف په مناسبه کچه ساتی.

د روژې په اړه د طبیبانو نظرونه : رئیس الاطباء ابن سینا بلخی د ناروغانو لپاره یوه ځانګړې نسخه درلوده او هغه دا چې د مرضونو په زیاترو حالاتو کې به یې ناروغانو ته د درې اوونۍ روژه نیولو توصیه کوله .

یو مشهور ډاکټر (Edwar boy) ویلی : هېڅ داسې ناروغی نشته چې د روژې پر وړاندې مقاومت وکولای شی .

++++++

په روژه کې څو ټکو ته پام وکړئ سالمه روغتیا به ولرئ

۱ـ ډاکټران وایی، په روژه کې ضرور پېشلمې کوئ او که څوک په پرله پسې ډول له پېشلمی څخه پاتې کېږی؛ نو پوه دې شی چې روغتیا یې له ګواښ سره مخ کېدای شی.

۲ـ  په روژه کې له تېزاب لرونکو څښاکو څخه ډډه وکړئ؛ دا ځکه په روژه کې معده ټوله ورځ په نهره وی؛ خو که ماښام تېزابیت لرونکی څښارک وکارول شی ، نو معدې ته زیان رسوی او د هاضمې سیستم مو ورسره زیانمن کېږی چې باید ډډه ترې وشی.

۳ـ  له روژه ماتې سمدستی وروسته ورزش کول سم نه دی؛ ځکه په دغه عمل سره انسان د هډوکو په ناروغۍ اخته کېدلای شی، که ورزش کوئ نوله یوې دمې وروسته یې وکړئ.

۴ـ په روژه کې کمه مالګه استعمال کړئ، ځکه د مالګې زیات کارول د بدن اوبه کموی او پوستکی وچوی چې باید د مالګې له زیاتو کارولو څخه پرهېز وکړای شی.

۵ـ روغتیاپالان وایی: هغه څوک چې له پېشلمې یا روژه ماتې وروسته ژر ویده شی ،نو د هاضمې سستم د خرابوالی، د معدې ناروغی او د وزن د زیاتوالی تر څنګ د زړه ناروغۍ د پیدا کېدلو سبب هم کېدلای شی چې باید ورته پاملرنه وشی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید