روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روژه د نېشو پرېښودلو لپاره طلایی فرصت دی

پر نېشه یی توکو روږدی کسان پوهېږی ، چې نېشه کول یې له مادی او معنوی اړخونو څومره ځپی، خو له دې سره سره بیا هم د نېشې پرېښودل ورته سخت ښکاری.

ډاکټران بیا وایی چې روژه یوه طلایی موقع ده چې روږدی کسان یې په اوږدو کې نېشه په بشپړه توګه پرېږدی.د کابل د معتادینو روغتون پخوانى مشر ډاکټر سلیمان طارق وایی: کله چې روږدى کس د روژې په میاشت کې د ورځې له خوا نېشه نه کوی، د شپې له خوا دې هم همدا کار وکړی:

((د نېشې پرېښودلو ته اساسی شرط د نېشې پرېښودلو په اړه ټینګه پرېکړه ده. که روږدی کس دا پرېکړه وکړه ، نو د روژې میاشت ورته یو طلایی فرصت دی، چې ځان له نېشې خلاص کړی. د روژې میاشتې ۳۰ ورځې د نېشې پرېښودلو ته کافی وخت دى.))

ده زیاته کړه: روږدی کسان چې نوی اعتیاد پرېښودلو ته مخه کوی ځان ته تلقین ورکوی ،چې که نېشه ونه کړی ښایی بېلابېلې روغتیایی ستونزې ورته جوړې شی ، خو دا روانی تحریکونه دی او په فزیکی بڼه دومره جدی نه دی.د کورنۍ مرسته هم یو له هغو عاملونو ده چې د ډاکټر طارق په وینا، له روږدی کس سره باید وشی. هغه وایی کورنۍ باید له روږدی کس سره په مادی او معنوی ډول مرسته وکړی. یعنې له هغه سره سم چلند وکړی، د دې لپاره چې دی نېشه کوی ورته ناسمې خبرې ونه کړی او همداسې نور.په افغانستان کې سګرېټ، نصوار، چرس، هیرویین او نور نېشه یی توکی په ټیته بیه خرڅیږی حال دا چې په نورو هېوادونو کې دغه مواد په ګرانه بیه برابریږی.د رپوټونو پر اساس، له درېیو میلیونو ډېر افغانان پر نېشو روږدی دى ، چې یو میلیون یې ماشومان او ۷ سلنه یې مېرمنې دی.په روږدو کسانو کې بیا ۱۱ سلنه پر اپینو، مورفینو او هیروئینو روږدی دی.ویل کېږی چې پر نېشو د روږدو کسانو زیاته برخه ځوانان دی. په هېواد کې روانه نا امنی، بېکاری او نېشه یی توکو ته اسانه لاسرسی هغه لاملونه دی، چې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دى.   

              سید زیارمل هاشمی

ممکن است شما دوست داشته باشید