روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روژه ،کرونایی بحران ، اور بند ،سوله او ملی پخلاینه ز،شهباز

            افغان ولس یو ځل بیا په داسې حال کې مبارکه روژره نیسی ،چې تاریخی او قسم خوړلى دښمن لا د تپل شوې جګړې اور ته تېل ور شیندی او د دغه دښمن په لمسون د هېواد پر بېلابېلو سیمو د وسله والو ترهګرو ،مخالفینو او داعشیانو ډله ییز بریدونه روان دی. افغان مسلمه امت په داسې حال کې روژه نیسی ،چې د سولې لپاره په ملی او نړیواله کچه هڅې د همدغه تاریخی او قسم خوړلی دښمن د افرادو په لمسون هڅې تر پښو لاندې کېږی او د اوربند غوښتنې په پرله پسې توګه نادیده ګڼی. که څه هم په ملی او نړیواله کچه د دې جګړې پرضد غږ پورته شوى او له طالبانو وغوښتل کېږی، چې د الله پاک په امر او د بشریت په غوښتنه په دې پاکه او مبارکه روژه او د کرونا ویروس به بحران کې د سولې لپاره تیارى ونیسی او د سولې لپاره له راغلی فصته په ګټې اخیستو، له کوم شرط پرته اوربند اعلام کړی، خو له بدغه مرغه ،چې طالبانو بیا هم نه د الله پاک امر ته غاړه کېښووده، نه یې د ولس او نړیوالو غوښتنې ته درناوى وکړ او نه هم د تپل شوې جګړې د بندولو لپاره ادارده لری، بس دوى دښمن تېر ایستلی او په دې تېروتنه کې د دښمن د ګټو لپاره په پاکه او مبارکه روژه میاشت او د کورنا په بحران کې هم ناروا او له اسلامه مردوده او له اسلامی احکامو سره په مخالفت کې جګړه پر مخ وړی، خو په همدې جګړه کې د ګڼو مسلمانانو افغانانو د کورنیو غړی پر شهادت رسول کېږی او آن پر ولسی موخو بمی بریدونه کېږی او په کې گڼو بې ګناه او بې دفاع وګړیو ته مرګ ژوبله اوړی. له همدې امله سږ کال افغان ولس په داسې بحرانی حالت کې حال کې مبارکه روژه نیسی ،چې پرې د دښمن له خوا ترهګر بریدونه له سره تنظیم شوی دی، په همداسې حال کې چې د کرونا له امله بل انسانی او اقتصادی بحران روان دى، وسله والو طالبانو د اوربند او سولې هېڅ یو وړاندیز هم نه دى منلى او له بده مرغه هغوى به په دې سپېڅلې او د ګناهونو د پاکولو په میاشت او همدا رنګه نړیوال کرونایی افت کې هم دغې غیر اسلامی ،غیر انسانی ،غیر اخلاقی او غیر افغانی جګړې او وژنو ته زور ورکوی!؟ 

دښمن ته نه روژه ورمالومه ده، نه انسانی بحران ،نه د اسلامی او ملی غوښتنې پروا لری، هېوادوال سخت په تنګ دی او د بریدونو له امله د خپلو وژل شویو او ټپیو شویو وروڼو او د کورنیو د غړیو پر سر یې د دښمن له خوا د طالب او ترهګر په واسطه سودا شوې ده. دغه راز د داعش په نامه ترهګرې ډلې په افغانستان کې قوم وژنې او د قومونو ترمنځ تفرقې اچولو ته زور ورکړى دى، ولس برمته نیسی او بیا یې د خوشی کولو لپاره په بدل کې له افغان حکومته، پاکستانی او نور بهرنی ترهګر غواړی!؟

 په اصل کې روژه، اور بند ،سوله او ملی پخلاینه په دغه کرونایی بحران کې د اسلام سپېڅلی ارزښتونه دی، چې خداى جل جلاله او رسول الله صلی علیه و سلم پرې ټینګار کړى او ملت دا غږ یوځل بیا پورته کړى دى. روژه یوازې او یوازې له سپېده داغه تر ماښامه د نه خوړلو او نه څښلو په مانا نه ده ،بلکې له ټولو غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو څخه د هر مؤمن مسلمان ځان ساتلو ته روژه وایی او باید هر روژه تى ترحم هم ولری. دغه راز اوربند هم اسلامی ارزښت دى او لویه ملی او نړیواله غوښتنه هم ده، نو تر ټولو غوره دا ده ،چې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند وشی او په او سپېځلې روژه او د کرونا په دغه بحران کې د بې ګناه وګړو وینه تویې نه شی او د ستر جنایت مخنیوى وشى، پر طالبانو یوځل بیا غږ کوو، چې د تپل شوې جګړې دوام ته نوره مخه نه کړی او نور نه خپل ځان او نه هم خپل هېوادوال ووژنی او د پرمختګ مخنیوى وکړی، بلکې را دې شی خپله دې په پرمختګ کې ونډه واخلی او دا انرژی دې د خیر په کارونو ولګوی، نه دا چې په مبارکه روژه او دغه کرونایی انسانی بحران کې هم د بې ګناه وګړو وژنې ته زور ورکړی، نو دا له ستر او ستر جنایته هم لوړ بشری او انسانی جنایت دى،چې په هېڅ توګه د بخښلو وړ نه دى. دغه راز سوله او ملی پخلاینی هم اسلامی او افغانی غوښتنه ده ،چې الله جل جلاله وایی: (( په سوله کې خیر دى. )) ښه او غوره دا ده ،چې پر افغان مسلمه امت د تاریخی او قسم خوړلی دښمن له خوا د دې تپل شوې جګړې لمن ورټوله شی. وسله وال مخالفین باید پوه شی ،هغه دښمن ،چې دوى یې د ناروا وژنو او بریدونو لپاره چمتو کړی او روزلی ،نن یې د همدوى پرضد بله ډله ( داعش ) روزلې او چمتو کړې ده. دا چې له افغان ځواکونو سره لومړى د اسلام د دینی عالمانو او بیا د مسلمه امت او نړیوالې ټولنې په تېره بیا د اسلامی کنفرانس هېوادونو پوخ او نه ماتېدونکى ملاتړ دى او د اسلامی نړۍ دینی عالمانو ترهګر او ځانمرګی بریدونه حرام بللی، نو دلته بل هېڅ داسې دلیل نشته ،چې دا جګړه او وژنې دې اوږدې شی،نو غوره دا ده ،چې د تل پاتې سولې لپاره هلې ځلې وشی او راتلونکى اختر د خوښو ،ملی پخلاینې ،سولې او سراسری امنیت اوثبات د نمونوی اختر په توګه ونمانځل شی. دغه راز ملی سوداګر هم باید د مبارکې روژې ارزښتونو ته پام وکړی او د الله جل جلاله د رضا او د دې مبارکې روژې په خاطر دې په بیو کې تخفیف را ولی، چې په دې کې هم د دنیا او هم د اخیرت خیر او برکت دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید