روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روژه ،اور بند ،سوله او ملی پخلاینه

افغان ولس یو ځل بیا په داسې حال کې د مبارکې روژې لپاره تیارى نیسی ،چې تاریخی او قسم خوړلى دښمن لا د تپل شوې جګړې اور ته تېل ور شیندی او د دغه دښمن په لمسون د هېواد پر بېلابېلو سیمو د وسله والو ترهګرو ،مخالفینو او داعشیانو ډله ییز بریدونه روان دی. افغان مسلمه امت په داسې حال کې روژې ته تیارى نیسی ،چې د تېرې جمعې مبارکې ورځ یې د سولې لپاره په ملی مشورتی لویه جرګه کې د دې جګړې پرضد غږ پورته کړ او له طالبانو یې وغوښتل، چې د الله پاک د سولې حق امر ومنی، د ولس غوښتنه ومنی او د سولې لپاره د تیاری په درشل کې له کوم شرط پرته اوربند اعلام کړی، خو وروسته طالبانو بیا هم نه د الله پاک امر ته غاړه کېښوده، نه یې د ولس غوښتنې ته درناوى وکړ او نه هم د تپل شوې جګړې د بندولو اراده ښکاره کوی، بس دوى دښمن تېر ایستلی او په دې تېروتنه کې د دښمن د ګټو لپاره ناروا مردوده او له اسلامی احکامو سره په مخالفت کې جګړه پر مخ وړی، خو په دې همدې جګړه کې د ګڼو مسلمانو افغانانو د کورنیو غړی د همدې جګړې له امله پر شهادت رسول کېږی او آن د خوښیو او ودونو د ورا پر موټرو یې بمی بریدونه کېږی او په کې گڼو بې ګناه او بې دفاع وګړو ته مرګ ژوبله اوړی. له همدې امله سږ کال افغان ولس په داسې حال کې مبارکې روژې ته تیارى نیسی ،چې پرې د دښمن له خوا د الفتح په نامه ترهګریز بریدونه له سره تنظیم شوی دی، په همداسې حال کې وسله والو طالبانو د اوربند او سولې هېڅ یو وړاندیز نه دى منلى او له بده مرغه هغوى به په دې سپېڅلې او د ګناهونو د پاکولو په میاشت کې هم دغې غیر اسلامی ،غیر انسانی ،غیر اخلاقی او غیر افغانی جګړې او وژنو ته زور ورکړی!؟  د افغان ولس په یاد دی، چې دښمن په هر وخت کې ترهګریز بریدونه کوی، نه روژه ورمالومه ده، نه د اسلامی او ملی غوښتنې پروا لری، هېوادوال په دې کې سخت په تنګ دی او د بریدونو له امله د خپلو وژل شویو او ټپی شویو وروڼو او د کورنیو د غړیو پر سر یې د دښمن له خوا د طالب او ترهګر په واسطه سودا شوې ده. دغه راز د داعش په نامه ترهګرې ډلې په افغانستان کې قوم وژنې او د قومونو ترمنځ تفرقې اچولو ته زور ورکړى، دې ډلې په کونړ کې د دښمن په امر بریدونو ته بیا مخه کړې، ولس برمته نیسی او بیا یې مشران په زوره سیمې پر خلکو د دوى لپاره د اکمالاتو او فعالیتونو زمینې برابروی. په اصل کې روژه ، اور بند ،سوله او ملی پخلاینه د اسلام سپېڅلی ارزښتونه دی، چې خداى جل جلاله او رسول  یې پرې ټینګار کړى او ملت د سولې لپاره په ملی مشورتی لویه جرګه کې دا غږ یوځل بیا پورته کړ. روژه یوازې او یوازې له سپېده داغه تر ماښامه د نه خوړلو او نه څښلو په مانا نه ده ،بلکې له ټولو غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو څخه د هر مؤمن مسلمان ځان ساتلو ته روژه وایی او د ورځې په اوږدو کې خو آن د مېړه او ښځې یوځاى کېدل هم منع دی. دغه راز اوربند هم اسلامی ارزښت دى او لویه ملی غوښتنه، نو تر ټولو غوره دا ده ،چې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند وشی او په سپېڅلې روژه کې د بې ګناه وګړو وینه تویې نه شی او د ستر جنایت مخنیوى وشى، پر طالبانو یوځل بیا غږ کوو، چې د تپل شوې جګړې دوام ته نور مخه ونه کړی او نور نه خپل ځان او نه هم خپل هېوادوال ووژنی او د پرمختګ مخنیوى دې نه کوی، بلکې را دې شی خپله دې په پرمختګ کې ونډه واخلی او دا انرژی دې د خیر په کارونو ولګوی، داسې دې نه کوی، چې په مبارکه روژه کې هم د بې ګناه وګړو وژنې ته زور ورکړی، نو دا له یو ستر جنایته هم لوړ بشری او انسانی جنایت دى،چې په هېڅ توګه د بخښلو وړ نه دى. دغه راز سوله او ملی پخلاینی هم اسلامی او افغانی غوښتنه ده . الله جل جلاله وایی: (( په سوله کې خیر دى. )) ښه او غوره دا ده ،چې پر افغان مسلمه امت د تاریخی او قسم خوړلی دښمن له خوا د دې تپل شوې جګړې لمن ورټوله شی. وسله وال مخالفین باید پوه شی ،هغه دښمن ،چې دوى یې د ناروا وژنو او بریدونو لپاره چمتو کړی او روزلی ،نن یې د همدوى پرضد بله ډله ( داعش ) روزلې او چمتو کړې ده، همدا اوس د هېواد په ختیځ کونړ کې د وسله والو مخالفینو او داعشیانو ترمنځ اخ و ډب روان دى او په کې ګڼو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بل دا چې له افغان ځواکونو سره لومړى د اسلام د دینی عالمانو او بیا د مسلمه امت پوخ او نه ماتېدونکى ملاتړ دى، د افغانستان ملت په تېره ملی مشورتی لویه جرګه کې دا هرڅه په ډاګه کړل او همدا راز تېر کال د عالمانو سراسری شورا او څه باندې درېـیو زرو دینی عالمانو او دغه راز تېر کال لومړى په اندونیزیا کې د افغانستان ،پاکستان او کوربه هېواد دینی عالمانو ترهګریز او ځانمرګی بریدونه حرام وبلل او بیا د ټولې اسلامی نړۍ دینی عالمان په سعودی عربستان کې راټول شول او په افغانستان کې یې تپل شوې جګړه حرامه او ناروا اعلام کړه. نو اوس هم ملت او هم دینی عالمان د کورنیو ځواکونو ملاتړ کوی او ټول ولس مسوولیت لری،چې اوږه په اوږه د دښمن په وړاندې له کورنیو ځواکونو سره د هېواد او ملی ارزښتونو دفاع او ساتنه وکړی. دلته بل هېڅ داسې دلیل نشته ،چې دا جګړه او وژنې دې اوږدې شی،نو غوره دا ده ،چې د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وشی او راتلونکى اختر د خوښو ،ملی پخلاینې ،سولې او سراسری امنیت اوثبات د نمونوی اختر په توګه ونمانځل شی. دغه راز ملی سوداګر هم باید د مبارکې روژې ارزښتونو ته پام وکړی او د الله جل جلاله د رضا او د دې مبارکې روژې په خاطر دې په بیو کې تخفیف را ولی، چې په دې کې هم د دنیا او هم د آخرت خیر او برکت نغښتى دى.

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید