د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په ارزګان کې د پولیو پر ضد د مبارزې د پروګرام مسئولین وایی، چې په دې ولایت کې د پولیو پرضد مبارزه کې د کورنیو مرسته زیاته شوې ده.
تېر کال په ارزګان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ څو مثبتې پیښې لیدل شوی، چې د یاد ولایت په چاپېریال کې د پولیو وېروس په شتون دلالت کوی.
په ارزګان کې تر ۳۰۰۰۰۰ زیات ماشومان د پولیو واکسین لپاره هدف ټاکل شوی، خو ویل کېږی چې د پولیو پر ضد مبارزه په تېرو کلونو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وه.
د دې ولایت روغتیایی چارواکی وایی، چې دوی په دې وروستیو کې توانېدلی ،چې په ټولو لرې پرتو سیمو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسوی.
د ارزګان د کتلوی معافیت د پروګرام مسئولین وایی، چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د کورنیو مرسته زیاته شوې او له همدې کبله دوی توانېدلی چې ټاکل شوې موخه ترلاسه کړی.
د ارزګان د عامې روغتیا ریاست د کتلوی معافیت د پروګرام یو مسئول محمد رفیق امریکا غږ ته ویلی: (( موږ هم له کمپاینونو وړاندې او هم د کمپاینونو په ترڅ کې خلکو ته معلومات ورکوو او له همدې کبله اوس ګڼ شمېر خلک له واکسین سره مخالفت نه کوی.))
بل لوری ته، د ارزګان یو شمېر اوسېدونکی وایی، چې لا هم په ځینو سیمو کې یو شمېر کورنۍ د واکسین پر ارزښت او ګټو نه پوهېږی او په کار ده، چې روغتیایی چارواکی ورته د عامه پوهاوی پروګرامونه ترسره کړی.
د ارزګان اوسېدونکی، شاه محمد وایی: (( لا هم زموږ په سیمه کې ځینې کورنۍ د واکسین پر ارزښت نه پوهېږی او زموږ غوښتنه دا ده ،چې د عامه پوهاوی پروګرامونه زیات شی.))
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالی صندوق یا یونیسیف ادارې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسئول سید کمال شاه وایی: (( پخوا د افغانستان په کچه نږدې ۸۰ سلنه پېښې له جنوب لویدیځې حوزې، په ځانګړی ډول له کندهار او هلمند څخه راپور ورکول کېدې او یاده حوزه اوس هم هراړخیزو کمپاینونو ته اړتیا لری.))
نوموړی له کورنیو غواړی ،چې د خپلو ماشومانو د واکسینولو لپاره دې د کمپاینونو تر څنګ له نږدې روغتیایی مرکزونو هم ګټه پورته کړی.